
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي بريدګر توپوهونکی نجيب الله ځدران په کاربين لیګ کي د لوبيدو لپاره ويسټ انډيز ته ولاړی.
نجیب الله ځدران به د سانت لوشيا لوبډلي لپاره په لومړيو لوبو کي برخه واخلي.
تر لومړيو د۲ لوبو وروسته به د نجيب الله ځدران پرځای ټيسارا پريرا ولوبيږي.
د افغانستان او بنګلديش تر منځ شل اووريزي لوبي د راتلونکي سپټمبر مياشتي په ۱۳مه نيټه پيليږي،نو ځکه نجيب الله ځدران په کارابین ليګ کي تر لومړيو ۲ لوبو وروسته بنګلديش ته ځي او هلته د افغانستان د ملي لوبډلي سره يوځای کيږي.
په کاربين ليګ کي يوازي يوبل افغان لوبغاړی ظاهرخان اخيستل سوی چي د کريس ګيل او انډري رسل سره به يوځای په جميکا تلواس لوبډلي کي ولوبيږي.
د کارابين پريمر ليګ د راتلونکي سپټمبر مياشتي په ۴مه نيټه پيليږي او د اکتوبر په ۱۲مه نيټه پايته رسيږي.