مېرمنو ته! د لوښو مينځلو په زړه پورې ګټې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

مېرمنې د اخلي پخلي کولو سره هېڅ ستونزه نه لري. په اکثرو کورنیو کې لیدل کېږي، چې مېرمنې اخلی پخلی په ډېر شوق او مینه کوي، خو دوی ته غوسه په دې خبره ورځي، چې کله لوښې په ډېری ډېری جمع او د اشپزخانې نظم ګډ و وډ کړي.

کله چې په کور کې د خوراک څښاک نه وروسته د لوښو ورا ته وکتلی شي، نو هغه وخت دې زړه غواړي؛ هر چا چې ډوډۍ خوړلي وي، په هر یو دې خپل ککړ لوښې پخپله پرېمنځل شي.

 

په هر صورت، لوښې خو باید مېرمنې پرېمنځي.

 

نن په همدې هکله غواړو تاسي ته د لوښو وینځلو هغه ګټې بیان کړو، کوم چې څېړنو هم ثابتې کړي، چې تر پوهېدو وروسته به یې تاسي (مېرمنې) د لوښو پرېمنځلو نه، نه زړه تورې کېږئ.

image_Epi6u5vpfMM1Tq9eoca.jpg

 

د لوښو پرېنځلو ګټې؛

۱-  د لوښو په پرېمینځلو سره ډپرېشن/ ذهني اندېښنې لرې کېږي؛

کله چې تاسي لوښې پرېمینځئ، نو ذهن ته مو مختلف فکرونه درلوېږي، چې ډېر زر مو له ذهنه وځي او فکر مو په بله کېږي، چې په دې توګه تاسي د ذهني ډپریشن څخه ژغورل کېږئ.

۲- مثبت فکر؛

د کلیفورنیا پوهنتون د څېړنو له مخې:

د لوښو پرېمینځلو پر مهال د لاسونو کرښې مستقیمې په اوبو کې وي، چې له امله یې د وینې په حرکت یانې جریان کې بهتري راځي، چې د موډسوئینګ په څېر کار کوي، چې د مثبت فکر کولو ذریعه جوړېږي.

images (9).jpeg

۳- د ملا درد؛

images (18).jpeg

پدې سره به مو  د ملا درد نه وي، چې په نېغ یا سیده ودرېدلو سره د ملا د مُهرو د درد په تکلیف کې هم کمی راځي.

 

۴- جسمې ستړتیا؛

images (19).jpeg

د لوښو پرېمینځلو په صابون کې “فائیکلیز زکیمیکل ”  موجود وي؛ کوم چې جسمې ستړتیا کموي. په همدې هکله که چېرته تاسي فکر کړی وي، کله چې تاسي د شپې لوښې پرېمینځئ او څملئ، نو ډېر زر مو خوب وړي او سهار هم وختي له خوبه ویښېږئ.

images (5).jpeg

۵- دلاسو سوخت او درد:

images (17).jpeg

د لوښو پرېمینځلو سره، ستاسو په لاسونو کې چې کوم ځای درد او سوځیدلی وي، زر ښه کېږي او له منځه ځي، د مستقل حرکت په وجه د ګوتو هډوکي فعاله وي، چې په دغه حرکت ورکولو سره تاسي ځان قوي او صحتمند ساتلی شئ.

 

۶- نرم او ملایم جلد/ پوستکی؛

images (16).jpeg

د لاسونو پوستکی مو ورسره نرم، ملایم او موائسچرائز کېږي. تر څنګ یې د ګوتو د منځو ګونځې هوارېږي، خیرې یې پستېږي او لمر تور کړي، کړغیړن رنګ ورسره له منځه ځي، چې لاسونه یوه شیشه‌یي ځلا خپلوي او صفا ستره ښکاري.

 

۹- عمر ورسره اوږدېږي؛

FB_IMG_1610305199333.jpg

د یوې چینایي څېړنې له مخې، د لوښو په پرېمینځلو سره عمر اوږدېږي،ځکه چې په دې موده کې جسم یو ځانګړي حالت کې حرکت کوي، چې دا حرکت ساعتوار یانې Clock WISE وي، چې په دې سره کیلیر یا زوفائینک کیمیکل رامنځته کېږي، کوم چې د عمر د اوږدېدو سبب کېږي.

نو اغلو مېرمنو٬ هر کار چې له زړه او په مثبت فکر تر سره شي، ضرور روغتیایي ګټې لري.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.