میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي په روان ۲۰۱۹م کال کي تر رونالډو او فن ډایک غوره لوبغاړی وپېژندل سو او د فرانسې فوټبال له لوري ورته د سرو زرو توپ ورکړل سو.
inbound2540092826497527546 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
په دې سره میسي د زیاتو سرو زرو توپونو په خپلولو سره ریکارډ جوړ کړ، تر دې مخکي هیڅ لوبغاړی ندی توانېدلی، چي په دومره شمېر سره د سرو زرو توپونه خپل کړي.
inbound8479627842184643838 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
د سرو زرو توپ ته لیونل میسي، کریسټیانو رونالډو او ویرجیل فن ډایک نوماندان وه، چي میسي ئې ګټونکی سو، خو فن دایک په دوهم او رونالډو بیا په دریم قطار کی راغی.
inbound677668226893756335 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
لیونل میسي پرون ناوخته د شپږم سرو زرو توپ ترلاسه کولو وروسته جوړو سوو مراسمو کي وویل ((د هغو ټولو څخه ډېره مننه، چي ددې جایزي په انتخاب کي ئې ماته رایه راکړې ده. د خپل کلب د مسئولینو او لوبغاړو او همداشان د خپل هیوادني ټیم آرجنټاین څخه ډېره مننه کوم، چي زما د پرمختګ لپاره ئې ډېر څه کړي دي))
inbound4754712412337220074 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
میسي زیاته کړه(( لس کاله مخکي مي دلته لومړنی توپ ترلاسه کړ او نن دا دئ شپږم د سرو زرو توپ مي ترلاسه کړ. د ژوند خاصي شیبې تیروم. د خپلو وړتیاوو څخه لاس نه اخلم او ډېر تمرکز مي پر همدې دئ، چي همداسي روان اوسم))
inbound3136427758958404682 768x445 1 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
میسي د خپل راتلونکي په اړه وویل(( څو کاله زما د لوبو پاته دي، خو د فوټبال د لیري والي څخه مي وختونه ډېر رانژدې سوي او هر سه په ډیري تېزۍ سره پر مخ روان دي. غواړم د خپلي کورنۍ ترڅنګ فوټبال ته دوام ورکړم او خوند ځني واخلم))
inbound3366013507803375783 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
میسي د لومړي ځل لپاره دا جایزه په ۲۰۰۹ کال، دوهمه په ۲۰۱۰، درېیمه په ۲۰۱۱، څلورمه په ۲۰۱۲، پنځمه په ۲۰۱۵ او شپږمه ئې بیا دا دی تېره شپه ترلاسه کړه.
inbound407528339296861545 میسي شپږم د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
تر میسي وروسته د نړۍ بل تکړه لوبغاړي رونالډو دا جایزه ۵ ځلي خپله کړې.
د سرو زرو توپ د ۱۹۵۶م کال را پدېخوا هر کال د فرانس مجلي لخوا د کال غوره لوبغاړي ته ورکول کیږي.