میسي د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی سو.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د اسپانوي کلب بارسلونا او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر او تکړه لوبغاړی لیونل میسي د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د ۲۰۱۹م کال غوره فوټبالر اعلان سو.
دا مراسم تېره شپه د ایټالیا هیواد په میلان ښار کي ترسره سوه.
د کال غوره فوټبالر جایزې ته د لیونل میسي سره د یونټوس تکړه لوبغاړی کریسټیانو رونالډو او د لیورپول لوبغاړی فن دایک نوماندان وه، چي لیونل میسي تر ټولو په ډېرو رایو خپلولو سره د کال غوره لوبغاړی اعلان سو.
دا ۵م ځل دئ، چي میسي په ټوله نړۍ کي د فوټبال تر ټولو غوره کلنی لوبغاړی پيژندل کیږي، هغه تر دې مخکي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کلنو کي دا جایزه خپله کړې وه.

دا جایزه تېر کال د ریال ماډریډ مرکزي لوبغاړي موډریچ ترلاسه کړې وه، خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلنو کي بیا رونالډو خپله کړې وه.

څو اونۍ مخکي د چمېنزلیګ یا د اروپا د اتلانو لیګ سیالیو د کال غوره لوبغاړي جایزې ته هم میسي، رونالډو او فن دایک نوماندان وه، چي هغه بیا فن دایک ته ورکړل سوه.
همدارنګه فیفا د کال غوره یولس کسیزه لوبډله هم اعلان کړه، چي پکښي ګول ساتونکی آلیسو بکر، دفاعي لوبغاړي دیلیخت، سرجیو راموس، فن دایک او مارسلو، مرکزي لوبغاړي، موډریچ، امباپې او ډیانګ او بریدګر لوبغاړي بیا لیونل میسي، رونالډو هازارډ شامل دي.

د کال غوره فوټبالر او د کال غوره لس کسیزه لوبډله د نارینه وو او ښځینه وو په برخه کي هر کال د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي پېژندل کیږي.
دا لوبغاړي به په روان کال کي د خپلي لوبډلي لپاره بریاوي خپلوي او د خپلي لوبډلي د ګټي لپاره به ډېر مثبت تمامیږي.