
ليکنه: صابرحميدي
وړمه شپه لیونل میسي د سلتاویګو په وړاندي هټریک یا درې ګولوهني وکړې او د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ئې خپل هیټریکونه ۳۴ ته ورسول، چي په دې سره ئې ځان د کریسټیانو رونالډو سره برابر کړ.
د شنبې په ماخستن په لالیګا لیګ کي بارسلونا او سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي بارسلونا د لیونل میسي په هیټریک وهلو سره ۴ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه.
تر دې مخکي کریسټیانو رونالډو توانېدلی وو، چي په لالیګا لیګ کي د ریال ماډریډ لوبډلي لپاره ۳۴ هیټریکونه ووهي، چي له هغه وروسته د ریال ماډریډ څخه جلا او د ایټالوي کلب یوونټوس سره یو ځای سو.
که چیري لیونل میسي په لالیګا کي بل هټریک وکړي، نو د یاد لیګ په تاریخ کي به لومړنی لوبغاړي سي، چي دومره ډېر هټریکونه کوي.
میسي په عمومي ډول ۵۲ هټریکونه کړي، چي لومړنی هیټریک ئې د ۲۰۰۷م کال په مارچ میاشت کي وواهه.