میر رحمان رحماني له خلیلزاد غوښتنه کړې چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه کړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ولسي جرګې له زلمي خلیلزاد غوښتنه کړي ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اقدام وکړي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي چې له خلیلزاد سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د سولې په تړاو یې له هغه سره بحث کړی دی.
نوموړی زیاتوي، افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی او له خلیلزاد سره یې په خبرو کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره دلته د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړي.
د رحماني په خبره خلیلزاد ډاډ ورکړی چې افغان جګړه به د خبرو له لارې پای ته رسېږي او افغانستان به له دایمي ثبات برخمن شي.
هیره دې نه وي چې افغان چارواکي وايي چې د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ خوشي شوي بندیان یې بېرته نیولي دي.
د افغان چارواکو په وینا، دا کسان چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس خوشي شوي وو، د جګړې په ترڅ کې بېرته نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یکشنبې په ورځ وویل چې خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جنګ جبهو ته تللي وو.
د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت څه باندې ۵ زره طالب بندیان خوشي کړل.
طالبانو هم د افغانستان د حکومت زر تنه بندیان پرېښودل.
ښاغلي محب وویل چې د بندیانو خلاصون له سولې او اوربند سره مرسته ونه کړه او له همدې کبله د افغانستان حکومت نه غواړي چې نور طالب بندیان خوشي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د خپلو زرګونو نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.
محب وايي«موږ د طالبانو ۶۰۰ خوشي کړي بندیان بیا نیولي ځکه چې دوی له دې ژمنې سره سره چې بیا به د جګړې میدان ته نه ځي، په جګړه کې برخه اخیستې وه.»
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار همداراز وویل چې استخباراتي معلومات ښيي چې د طالبانو نور خوشي شوي بندیان هم اوس د جګړې په جبهو کې دي او پر افغان امنیتي ځواکونو یا ملکیانو بریدونو ته دوام ورکوي.
طالبان بیا دا خبره ردوي چې ګنې د دوی خوشي شوي بندیان په جګړه کې برخه لري.
 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي