مکلم له هر ډول کریکټ سره مخه ښه وکړه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه:بهار سمسور
برینډان مکلم له هر ډول کریکټ څخه لاس په سر شو
د نیوزلېنډۍ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی او بریدګر توپ وهونکی، پخوانی لوبډلمشر مکلم،چې ۲۰۱۵ کال کې یې له نړیوال کریکټ سره مخه ښه وکړه اوس یې اعلان وکړ،چې نور نو تجارتي شل اوریزه لوبو ته هم د پای ټکی ګدي.
مکلم پر خپل انستګرام لیکلي:
“زه نور د کریکټ له هر ډول سره مخه ښه کوم،اوس چې کاناډا لیګ کې بوخت یم،خو د ایرو سلم لیګ له ترتیبونکو مننه چې زه یې غوښتی وم،خو نور زما کریکټ دور پای ته رسیدلی دی.”
images jpeg 26484729252327858306609 مکلم له هر ډول کریکټ سره مخه ښه وکړه
مکلم پر خپل انستګرام په اوږده لیکنه کې،د خپل کریکټ د دوران یادونه کړې او هم یې واضح کړې، چې نور نه غواړي د یو لوبغاړي په توګه ولوبیږي.
images jpeg 27276133491189393996701 مکلم له هر ډول کریکټ سره مخه ښه وکړه
بریدګر،پیلیز لوبغاړي مکلم په هند غوره لیګ کې د چنای سوپر کېنګز،رویل چیلېنجرز بنګلور،کلکته نایټ ریډرز، بېګ باش لیګ کې د بریسبان هیټ،پاکستان سوپر لیګ کې لاهور قلندرز،سي پي اېل کې د ټرینټباګو نایټ ریډرز لپاره لوبې کړي دي،چې دا وخت کاناډا ګلوبل لیګ کې هم د ټرانټو نیشنلز لپاره لوبیږي.
نوموړی په تېر ۲۰۱۸ کال هند غوره لیګ کې له اخیستو او لوبیدو پاتې شو او دا د نوموړي لپاره سخته شیبه وه،چې بیا یې له بېګ باش لیګ سره هم رخصت واخیست،نوموړي په هند غوره لیګ کې مخکې ښې لوبې هم تر سره کړي دي.
images jpeg 5374573794015651476448 مکلم له هر ډول کریکټ سره مخه ښه وکړه
دوه اونۍ مخکې مکلم په لندن کې د ایرلېنډ ـــ سکاټلېنډ په ګډ تجارتي لیګ ایرو ټي ټونټي سلم کې د لوبیدو په پار له ګلاسګوو لوبډلې سره د لوبیدو هوکړه وکړه،خو د استعفأ دا اعلان یې ښکاروي، چې مکلم به په راروان دې لیګ کې ونه لوبیږي.