ميس عينک په شپږيزه ليګ کي دويمه بريا خپله کړه.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ څلورمه لوبه نن غرمه پايته ورسيده.
د بند امير او ميس عینک ترمنځ لوبه کي پچه ميس عينک لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
ميس عينک د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۳ منډي هدف وټاکی.
رحمان الله ګوربز ۵۶، نورعلي ځدران ۷۷، طارق ستانکزي ۲۱ او شراف الدين اشرف ۱۷ منډي وکړې.
FB IMG 1570612513955 ميس عينک په شپږيزه ليګ کي دويمه بريا خپله کړه.
د بند امير لپاره مجیب الرحمن ۲، باطن شاه او جاويد احمدي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۹۳ منډو هدف په تعقيب که څه هم عمران جنت په یوې منډي وسوځيدی،خو جاويد احمدي ۴۱، شوکت زمان ۵۴ او ناصرجمال ۳۹ منډي وکړې خو ټولي لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۸۳ منډي وکړې.
FB IMG 1570612497014 ميس عينک په شپږيزه ليګ کي دويمه بريا خپله کړه.
د ميس عينک لپاره نوين الحق ۲، محمدنبي، يمين احمدزي او نوراحمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
ميس عينک د ۹ منډو په توپير د بند امير څخه لوبه وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه نورعلي ځدران وګټله.
FB IMG 1570612539352 ميس عينک په شپږيزه ليګ کي دويمه بريا خپله کړه.
همدا اوس د کابل بازانو او سپين غر ترمنځ لوبه روانه ده.