
ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ دويمه لوبه د بست ساتونکو او ميس عينک اتلانو ترمنځ وه.
د لوبي پچه ميس عينک وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
د ميس عينک لپاره رحمان الله ګوربز ۱۸، نورعلي ځدران ۳۷ او طارق ستانکزي ۲۵ منډي وکړې.
د بست لپاره وقارالله اسحاق ۲، نصرت الله،ګلبدین نائب، ضيالرحمن او قيس احمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
ميس عينک وکولای سوه چي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۷ منډي هدف وټاکي.
بست ساتونکو د هدف په تعقيب په احتياط سره پيل وکړ خو په وروستیو کي ورته په خطر بدل سو.
د بست لپاره ټايلر ۳۶، هشمت الله شاهدي ۴۰ او خيبر عمر ۳۱ منډي وکړې.
د ميس عینک لپاره يمين احمدزي ۴، محمدنبي ۳ ،نور احمد او نوين الحق يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د بست لوبډلي ۱۵۳ منډي وکړې او د ۳ منډو په توپير يې لوبه وبايلله.
يمين احمدزي د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.