موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو. په دوستۍ او دښمنۍ کي هم حد ولرو.
حتا که مينه هم تر حد واوړي؛ نور نو لېونتوب دی.
ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده.
موږ بايد حد او اندازه وپېژنو.
هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو.
هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران او تياره شي.
داسي هم ونه کړو، چي له څه/چا سره دومره سرسري او برسېرن چلن وکړو، چي بيا وروسته ځان ته ملامت شو او ځان ته ځواب نه لرو.
موږ په داسي زمانه کي اوسو، چي ډېر ښه هم درته بد شي.
خپلي نېکۍ، بدۍ راته وزېږوي.
په هر څه کي اخلاص مهم او شرط دی، خو دا ياد لرئ؛ که مو ځيني ځايونه/وختونه زيات اخلاص کاوه؛ شايد وواياست، چي دومره اخلاص نه و پکار.
دا ئې ښه ويلي دي:
«ډېر اخلاص مه کوئ، بيا مو خلک يا پر عقل شک کوي، يا پر نيت.»
ښه دا ده، چي
له افراط او تفريطه ځان وساتو.
افراط او تفريط لکه مالګه که کمه شي که ډېره، د ښو خوړو خوند خرابوي.
ــــــــــــــــ
ــــ پر اور مزل
ـــ زهير سپېڅلی