لیکنه: ولي جان شېرزاد
مونږ انسانان له پیدایښته د مینې،خندا او موسکاء په نامه څو خوندورې او له مفهومه ډکې کلمې پېژنو او ورسره اشنا یوو.
انسانان چې په کوم چاپیریال کې ژوند کوي،طبیعي خبره ده چې له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي.
خو دا چې ستونزې هم له منځه لاړې شي او زړه مو هم خوشاله وي، څه باید وکړو؟
باوري اوسۍ که بل څوک په ستونزه کې راګېر وو او تاسو ورته خوږه موسکاء وکړه او د ستونزې د حل لاره مو ورته وښوده.
تاسو د نړۍ مهربانه او زړه سوانده انسان یاست،هغه ځکه چې ستاسو په موسکاء کولو کوم لګښت او مصرف ندی راغلی،خو په همدغې موسکاء کولو مو نه یواځې مقابل جانب خوشاله کړی بلکې د خپل خالق تعالی له ثوابه مو هم ځان برخمند کړیدی.
ځنې انسانان خالق تعالی فطرتي داسې پیداکړي وي،چې تل یې پر شونډو باندې موسکاء خوره وي،اما ځنې انسان بیا فطرتي داسې وي چې ته به وایې د دونیا انسانان ده وژلي او تاهم وژني.
مهمه خبره داده چې دغه دوهمه ډله خلک یا داچې له مینې او مسکاء بې برخې دي یعنې څوک ورته مینه نه ورکوي او موسکاء ورته نه کوي او یا له ټولو انسانانو بېزاره دی.
پکارده چې نوموړي انسان ته موسکاء کول ور زده کړل شي،په مینه ورسره خبرې وشي.
باوري اوسئ که یو انسان هرڅومره تند مزاجه وي،که په موسکاء او مینه ورسره تل خبرې وشي،تند مزاجي به یې د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړه شي.
دا هغه خبرې دي، چې په ژوند کې مو بار بار تجربه کړې دي او راباندې تېرې شوې دي.
ځینې پوهان دا خبره کوي چې موسکاء کوم لګښت نلري،ولې ګټه یې زیاته ده.
دا خبره د کاڼي کرښه ده،د ژوند په هر حالت کې موسکاء وکړﺉ.
مه پرېږدﺉ، چې شونډې مو له موسکاء څخه خالي شي او پر زړه مو د غمونو باران جوړ شي.
په موسکاء کولو سره نه یواځې ستاسو زړه ته تسکین وربښل کیږي،بلکې مقابل لوری هم د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي.
راځئ، چې په خپل ورځني ژوند کې موسکاء خپل عادت وګرځوو.