مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
نن مازديګر ۰۴:۳۰ بجې انګلستان د پاکستان سره د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره کوي.
خو د انګلستان کرکيټ ملي لوبډلي لوبډلمشر د پاکستان په وړاندي د نن په لوبه کي نسي لوبيدلای.
FB IMG 1558078344039 1 مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟
ايون مورګن د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري په دې تور چي د تيري لوبي په منځ کي يې اوورونه په ځنډ سره بدلول او اضافي وخت يې ورباندي نيوی د نن ورځي د لوبي څخه کښينوی او جريمانه يې هم کړ.
مورګن ددې ترڅنګ چي په ننۍ څلورمه يو ورځنۍ لوبه کي نسي لوبيدی، د لوبي ۴۰ سلنه فيس هم ځيني وګرځول سو.
نوموړي تر دې وړاندي د فيبروري د مياشتي په ۲۲مه نيټه د ويسټ انډيز په وړاندي هم دا ډول کړنه کړې وه چی وروسته بيا جريمانه سو.
د مورګن پرځای به نن جوزبټلر د لوبډلمشر دنده په غاړه لري.
images 39 مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟
د مورګن ترڅنګ انګلينډی ويکټ ساتونکی توپوهونکی جوني بيرسټو هم جريمه سو.
بيرسټو چي د پاکستان په وړاندي يې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندی کړه او ټول پاکستاني توپ اچوونکي يې وټکوله تر سوځيدو وروسته يې خپل احساسات کابو نسوای کړای.
images 40 مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟
بيرسټو چي کله ويکټ دلاسه ورکړه خپله ويکټه يې ووهله، چي دا عمل د کريکټ د نړيوالي شورا د اصولو خلاف دی،نو ځکه يې نوموړی د لوبي ۱۰سلنه فيس جريمانه کړ.
د انګلستان او پاکستان د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه بې نتيجې سوه،۲ پرلپسې لوبي انګلستان وګټلې او څلورمه لوبه يې نن مازديګر ۰۴:۳۰ بجې پيليږي.
تراوسه پوري د انګلستان اوپاکستان ترمنځ ۸۵ يو ورځنۍ لوبي سوي.
۵۱ لوبي انګلستان ګټلي او ۳۱ لوبي پاکستان ګټلي، ۳ لوبي بې نتيجې پايته رسيدلي .
په تيرو ۵ يو ورځنيو لوبو کي انګلستان يوه لوبه بايللې خو پاکستان ۵ واړه لوبي بايللي.
20190517 131145 1 مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟
که د نن ورځي لوبه انګلستان وګټي نو د لوبو لړۍ يې هم ورسره ګټلې خو که يې بايلوي کوم زيان نه ورته لري ځکه يوه بله لوبه مخته لري او تيري ۲ لوبي يې ګټلي دي.