مورني مورکل د خپلې کورنۍ لپاره نړیوال کرکټ پریښود

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر مورني مورکل، چې د کلونو راهیسې یې دغه لوبډلې سره کلیدي رول لوبولو، د خپلې کورنۍ له خاطره یې نړیوال کرکټ پریښود.
مورني مورکل اسټرالوۍ ژورنالیستې (روز کیلي) سره واده کړی دی، چې یو ماشوم یې هم پیدا شوی دی.
دواړو مورني مورکل او روز کیلي د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال کې د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ سیالیو په سفر کې سره لیدلي و، چې وروسته د دواړو ترمنځ خبره تر ګډ ژوند ورسیده.
43497965ef93e99448bde0b3c34d2346 مورني مورکل د خپلې کورنۍ لپاره نړیوال کرکټ پریښود
روز کیلي د اسټرالوي (ناین ټلویزیون) ټلیویزیون سره د ریپورټرې په توګه دنده ترسره کړې ده، خو اوس دواړه غواړي، چې سره یو ځای واوسیږي او خپل مسلکونو څخه یې ځانونه ګوښه کړل.
مورني مورکل وايي د نړیوال کرکټ پریښودلو لامل یې د ده ځوانه کورنۍ ده او د وخت غوښتنه هم دا ده، چې د کرکټ پر ځای د خپلې کورنۍ سره یو ځای واوسیږي.
cl B4UZ7QjCEAEBjDR مورني مورکل د خپلې کورنۍ لپاره نړیوال کرکټ پریښود
دغه تیز بالر د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۸۶ ټیسټ، ۱۱۷ پنځوس اوریزه او ۴۴ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ولوبید، چې په دغه ټولو لوبو کې یې ۵۴۰ ویکټې ترلاسه کړې او د اسټرالیا خلاف یې په وروستۍ ټیسټ لوبه کې د کرکټ پریښودو پریکړه وکړه.
2301096 47920710 2560 1440 مورني مورکل د خپلې کورنۍ لپاره نړیوال کرکټ پریښود
نوموړي په خپلې توپ اچونه کې ۸ ځلې په ټیسټ او ۲ ځلې په ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې په یو ځل ۵ لوبغاړي او ۱۸ ځلې په ټیسټ، ۷ ځلې په ۵۰ اوریزه او ۲ ځلې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ۴ لوبغاړي سوځولي دي، خو تر ټولو غوره لوبه یې په ټیسټ سیالۍ کې په یو ځل د ۹ لوبغاړو سوځول و.
د یادونې وړ ده، چې مورني مورکل د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ پریښود، خو لا یې هم بل ورور (ایل بي مورکل) د دغه لوبډلې سره خپل نړیوال کرکټ ته ادامه ورکوي.