منير کاکړ: مجبور يم چي کريکټ پريږدم!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
پرون د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کميتې د ويسټ انډيز د سفر لپاره سکواډونه اعلان کړه.
د کريکټ بورډ له لوري د یو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو د سکواډونو تر اعلان وروسته د خلکو او کريکټ لوبغاړو نيوکي تربل هر وخت ډيري دي.
پداسي حال کي چي د غازي امان الله خان په نوم سيالۍ او د شپږيزي کريکټ ليګ هم پایته ورسيدی خو تر ټولو مهم لوبغاړي يې د ویسټ انډيز د سفر لپاره ندي انتخاب سوي،چي د هغو له ډلي څخه يو هم منير کاکړ دی.
received 424409098268963 منير کاکړ: مجبور يم چي کريکټ پريږدم!
منير هغه لوبغاړی دی چي د غازي امان الله خان په نوم ټورنمينټ په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰ ترټولو تيزي منډي پوره کړلې پداسي حال کي چي د افغانستان کريکټ ډير باتجربه لوبغاړي هم لري خو دمنير دا لاسته راوړنه په يوازي ۲۳ لوبو کي ده.
اوس منیرکاکړ چي ډير انتظار يې هم وکړ بیا هم د ویسټ انډيز په وړاندي هيڅ سکواډ لپاره نسو انتخاب.
منير احمد پر خپلي فیسبوک پاڼي ليکلي مجبور دی چي نور کريکټ پريږدي.
20191026 084829 منير کاکړ: مجبور يم چي کريکټ پريږدم!
نوموړی تير کال هندوستان ته هم په تمريناتي کمپ کي واخيستل سو په تمريناتو کي يې هم ترهيڅ ځوان لوبغاړی کمه کارګردګي نه ده ښودلې،په اسياجام کي واخيستل سو خو يوازي يې د ننداره چيانو په څير د لوبي شپږيزي او ويکټي حسابلې.
FB IMG 1572077972371 منير کاکړ: مجبور يم چي کريکټ پريږدم!
منير څه وخت وړاندي يوې هندي کمپنۍ پداسي حال کي سپانسر کړ چي هيڅ نړيواله لوبه یې نده کړې خو د وړتيا پر اساس يې د ټولو ورزشي سامانونو مصرف پرخپله غاړه واخیست،خو کریکټ بورډ ورته لاهم چانس ندی ورکړی.
د غوراوي کميتې نوي مشر انډي مولز ويلي وه چي هغه لوبغاړو ته به چانس ورکوي چي وړتيا ولري خو ايا انډي مولز اوس د سترګو ناروغي لري که د يوې مشخصي کړۍ تر تاثر لاندي راغلی دی؟!
75462407 2479155435672373 3655374377031041024 n 768x512 1 منير کاکړ: مجبور يم چي کريکټ پريږدم!
تر اوسه د کريکټ بورډ غوراوي کميټه د منير کاکړ او نورو مستحقو لوبغاړو لپاره قناعت بخش دليل نلري.