منفي فکرونو راباندې روښانه ورځ شپه کړې، څنګه ترې ځان خلاص کړم؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: پټي اونډرکو
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
وړاندې له دې چې د مثبت فکر کواو سټراټیژي په خپل ځان تطبیق کړې، روغتیايي ګټې یې راټولې کړې، ښې اړیکې جوړې کړې او په ژوند کې خوشالي ومومې، نو لومړۍ له خپل ذهن نه د منفي فکرونو په له منځه وړلو پیل وکړه.
موږ د نړۍ د اروا پوهانو، ښوونکو او لیکوالانو څخه د منفي فکرونو بیلابېلې کړنلارې راټولې کړي، ددې کړنلارو په کارولو تاسو کولی شئ چې په هر څه کې مثبت ټکي پیدا کړئ، ځکه هر څه کې مثبت اړخ ځلیږي خو پلټونکې سترګې غواړي.
۱. معقول او منطقي اهداف وټاکه
د بازار موندنې اجرایوي مدیره او د مشرتابه روزونکې اغلې لاوینیا لومیزانو (Lavinia Lumezanu) وايي: “ډیری هغه کسان چې د پیښو منفي اړخ څيړي، دې ته تمایل ښيي چې ځان کم احساس کړي ځکه چې دوی ستر او ویرونکي اهداف ټاکي چې ترلاسه کول یې ستونزمن وي.”
نو د دې پرځای چې ووایې: “غواړم سږ کال یو کتاب ولیکم.”، نو هڅه وکړه چې لومړۍ هدف دې باید د لیکوالۍ په ټولګي کې داخله کول واوسي او یاهم د هغه پرځای باید درې پاڼې یې همدا نن خلاصې کړې او همدا نن یې لیکل پیل کړې. د دغو وړو موخو د ترلاسه کولو خوښي به تا دې ته وهڅوي چې ترڅو خپل نور ستر اهداف ترلاسه کړې.
۲. ستونزې په ننګونو بدلې کړه
لیکواله کریسټي لینګ (Kristi Ling) وايي: “کلمې پياوړې وسیلې دي، نو هڅه وکړه چې هغه منفي کلمې او اصطلاحات په یوه کاغذ کې ولیکې، چې ته یې ډير کاروې او بیا ورسته همدا منفي کلمې او اصطلاحات له داسې کلمو او اصطلاحاتو سره عوض کړه چې خورا زیاتې مثبتې اوسي.” که چیرې د بیلګې په ډول ته همیش له ستونزو شکایت کوې، نو کوښښ وکړه چې همدا شته ستونزو ته دې د ننګونو په سترګه وګورې. که څه هم کلمې او اصطلاحات ساده مانیز علم ښکاري، خو همدا کلمې او اصطلاحات چې ته یې په خپل ورځنیو خبرو کې کاروې، کولای شي چې ستا پر چلند حقیقي اغیز ولري.
۳. مایوسونکی ځواب دې ورغوه
روغتیا پال لینیټ لوس (Lynette Louise) وایي: “هغه کسان چې طبیعتاً منفي فکره وي، نو د نویو مفکورو او تجربو پر وړاندې د دوی لومړنی غبرګون “نه” ویل وي. دوی وړاندې له دې چې لومړۍ د یوې پوښتنې په مقابل کې فکر وکړي او بیا ځواب ووايي، نو د دوی د ژبې پر سر همدا “نه” وي او سملاسي یې له خولې وباسي.”
نو که غواړې چې منفي فکرونه دې راکم کړې، لومړۍ فکر کوه او بیا معقول او منطقي ځواب وایه.
۴. سهار په خوښۍ پیلوه
کله چې په سهار کې له خوب نه پاڅيږې، نو دا اسانه کار دی چې د هماغې ورځې لپاره هیڅ پلان ونلرې او یاهم د ماشومانو له نا ارامۍ نه شکایت وکړې چې ګوندې د شپې دې د هغوی له لاسه دې هیڅ خوب نه دی کړی. د همدې منفي فکرونو په موخه، لیکوال شَون انډرسن (Shawn Anderson) وايي، چې باید هر سهار له خپل ځان نه دغه درې پوښتنې وکړې: ۱. نن ورځ باید کوم کارونه ترسره کړم؟ ۲. نن ورځ زه څوک هڅولی شم او یاهم له چا سره مرسته کولی شم؟ ۳. نن ورځ د څه شي منندوی یم؟ د هغه څه په اړه فکر کول چې ستا په واک کې دي او خوشال یې ورته، کولی شي چې ستا د هماغې ورځې لید او چلند په پوره ډول بدل کړي.
۵. له بد خبر نه ځان لرې ساته
کولین ایریج (Colene Elridge) وايي: “موږ دا نه وړاندیزوو چې ګوندې تاسې دې باید په یوه سوري کې واوسئ او یاهم داسې فکر وکړئ چې په نړۍ کې هیڅ ناندرۍ او ویرجنې پیښې نشته، خو تر کومه بریده چې ته کولی شې، نو هڅه وکړه چې د ماسوختن له خبرونو څخه ځان لرې وساتې.”
که چیرې دا فیسبوک واوسي او یاهم کومه بله ټولنیزه رسنۍ چې په لیدو یې ته خواشینۍ کیږې او یاهم دا پوښتنې دې ذهن ته لویږي، (دا نور خلک یې چې کاروي ولې خوشال وي؟ خلک ولې داسې مطالب خپروي چې زه ورسره موافق نه یم؟)، نو په دې صورت کې د ټولنیزو رسنیو له اکاونټونو سره دې د یو څه مودې لپاره مخه ښه وکړه. د خواشینوونکو او زړه خپه کوونکو خبرونو له اوریدلو هم ډډه وکړه.
د پورتنیو پنځو ټکو په نظر کې نیولو سره ته کولی شې چې خپل د منفي فکرونو کچه راټیټه کړې او خپل روح و روان ته ارامتیا وروبښې.