ملګري ملتونه: په کم عمر کې د نجونو ودول بشري سرغړونه ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودولو د” اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې دا دود لا هم د یوې بشري سرغړونې په توګه پر خپل ځای پاتې دی.

د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د « ۲۰۲۰ کال د نړۍ د نفوسو د احوال» په اړه راپور کې ویلي چې د یادو ستونزو له امله نه یوازې دا چې بشري حقونه نقض شوي بلکې د نجونو د ښوونې او روزنې مخه یې هم نیولې ده.

د ملګرو ملتونو صندوق زیاته کړې، چې هر کال په نړۍ کې په میلیونونه نجونې له همدې امله د عاطفي او فزیکي زیانونو سره مخ کیږي.

د یادونې ده چې زموږ ټولنيز ژوند ته په کتو د انسانيت له نيمې برخې يعنې ښځې سره تل توپيري چلند شوی او اکثريت وخت ديو ماشين يا الې په ډول استعمال شوې.

زموږ په ټولنه کې عموما د کور سمبالول د ښځو په غاړه دي او د دې ستر مسؤليت د ادا کولو لپاره بايد يوه ښځه بې له شکايته اوبې له کوم خاص امتياز څخه غاړه کيږدي چې د کم عمره نجونو تر توان دا پوره نه وي.

د کم عمره نجونو ودول د دوی په ژوند کې ډيرې ستونزې راولاړوي، کله چې په کم عمر کې نجونې واده کړای شي هغوی له جسمي او روحي ناروغيو سره مخ کيږي.

د ویلو ده کله چې نجونې په کم عمر کې واده شي هغوی څخه د خسر په کور کې خسر، خواښې، ليور، اندرور هغه توقع لري چې دوی يې نشي پوره کولی؛ چې نجونې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي او په ذهن یې خورا ناوړه اغيزې لري.

دا ډول نجونې خپل ژوند تر پايه په کړاو کې تير وي.

په کم عمر کې د نجونو ودول له ډېرو ننګونو سره مخ کول دي، چې دا ستونزې به د هغوی د ژوند تر پایه دوی ځوروي.

د مور، پلار، ورونو او نږدې خپلوانو لپاره دا غوره بریښي، چې لور یا خور د پېغلتوب په درشل پښه کېښوه؛ عمر یې له څوارلس(۱۴) کلونو واوښته نور یې باید په کور پاتې نه کړي او زر تر زره یې واده کړي.

دوی ځکه دا کار کوي چې په زړونو کې یې ډار وي او هغه ډار دا وي چې د لور لخوا راته نوم بدي پیدا نشي، خو ټولې کورنۍ داسې نه وي.

په ځینو ځایونو کې بیا دا یو دود ګرځېدلی وي چې نجونې دې په کم عمر واده شي او ځینې خلک د مادي ګټو په خاطر خپله لور، خور، په لوړه بیه (ولور) په کم عمر کې ودوي، چې ډېر ځله داسې هم شوي چې د پوخ عمر سړي ته یوه پېغله د ډېرو پیسو په بدل کې ودیږي، چې دا هر څه د اسلام او انسانیت خلاف دي.

د انسان فکر له شلو کلونو وروسته په پخېدو راځي او بیا کولای شي چې څه نا څه د خپل ژوند په اړه مثبت فکر ولري او له خپلو مسولیتونو صحي دفاع وکړي.

بايد وويل شي چې د کم عمر لرونکې نجونې چې واده شي دوی د تعليم له حق څخه بې برخې کېږي چې دا ډول حالت په ټولنه بدې اغيزې درلودلي شي.

د کم عمره نجونو د ودونو د مخنوي لپاره بايد لارې چارې ولټول شي.

دحکومت ترڅنګ مدني فعالان ديني عالمان او نور د ټولنې مشران مرسته وکړي ترڅو د دغه ناوړه دود مخه ونيول شي.