ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
نن د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام پيليږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په بيليونونو انسانان ورته له ډيره وخته انتظار کوی،خو نور يې د انتظار شيبې ختمي سوې.
تيره شپه د انګلستان په لندن کي د نړيوال جام پيلوونکي مراسم ترسره سوله.
دا مراسم چي په نړيواله سطحه يونيم بيليون انسانانو وکتله او د توقع برخلاف ډير شانداره وه.
FB IMG 1559189449673 ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.
سندري، نڅاوي،د کريکټ لوبه،جام او لوبډلمشران هغه څه وه چي ددې پروګرام په لاښایست کي يې رغنده رول ولوبوی.
دې پروګرام ته په زرګونو نندارچيان راغلي وه چي د افغانستان بیرغونه هم ددې خلکو په منځ کي ښکاريدله.
د ګلبدين نائب په شمول د نړۍ ۱۰ غوره کريکټ لوبډلو لوبډلمشران په خورا جګ سر د خپلو بيرغونو سره يوځای د نندارچيانو مخته راغله او هر لوبډلمشر په خپل زړه کي د جام د ګټلو دعوه کوله.
په نړيوال جام کي د لوبيدونکو هيوادونو څخه ۲ تنه د ځانګړو استازو په توګه شتون درلود.
له افغانستان څخه ملي لوبغاړی ميرويس اشرف او سندرغاړې اريانا سعيد غوښتل سوي وه،چي د ۶۰ ثانيو د کريکټ لوبه يې ډيره جالبه وه.
FB IMG 1559189324299 1 ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.
اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چي انګلستان دومره شاندار مراسم په کوم نيت جوړ کړي وه؟
ايا دايې ثابتوله چي موږ غوره کوربتوب کولای سو او که دايې ښودل چي موږ کريکټ رامنځته کړی او په دومره اندازه ډير احترام ورته لرو.
کريکټ ته د احترام او د نړيوال جام کوربتوب پخاطر د انګلستان ملکې الزابت په بکينګم ماڼۍ کي د هيوادونو د لوبډلمشرانو سره وکتله.
FB IMG 1559194525153 ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.
د ګلبدین نائب ترڅنګ په نړيوال جام کي د لوبيدونکو هيوادونو لوبډلمشرانو د ملکې سره چای وڅښلې او بانډار يې ورسره وکړ.
کريکټ په ۱۶مه پيړۍ کي يوازي په انګلستان کي پيل سوی وو،په ۱۸مه پيړۍ کي ملي لوبه سوه ،همدارنګه په ۱۸۴۴ز کال کي لومړنۍ ټيسټ لوبه ترسره سوه.
په اوسنی نړيوال جام کي به په ۱۱ لوبغالو کي د ۱۰ هيوادونو په شتون کی د ۷ اونيو په جريان کي ۴۸ لوبي ترسره سي.
FB IMG 1559189389711 ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.
نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام لومړنۍ لوبه د انګلستان او سويلي افريقا هيوادونو ترمنځ پيليږي،خو د افغانستان لونړنۍ لوبه د جون مياشتي په لومړۍ نيټه د اسټراليا سره ده.