ملي لوبغاړي خپل زړونه په ټولنیزو رسنيو کي تشوي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
د لوبډلمشرۍ څخه د اصغر تر لیري کیدو وروسته نبي او راشد ټويټونه وکړله.
د هغوۍ تر ټويټونو راوروسته محمدشهزاد راغی په هوايي ډګر کي يې د افغانستان د کريکټ په اړه سل ډوله خبري وکړلې، اوس په کريکټ بورډ کي د ټويټونو او فيسبوک پوسټونو خبره عامه سوې ده.
د عاطف مشعل په وړاندي تاج ملوک عالم خپل دريځ په فيسبوک کي ښکاره کړ،همدارنګه پخواني سرپرست اجرائيوي ريس هم اخطار ورکړ چي په بورډ کي به د روان فساد څخه پرده پورته کړي خو وروسته د رسنيو څخه پټ سو.
پرون د اجرائيه رياست لپاره ازموینه واخيستل سوه لطف الله ستانکزی بريالی سو خو همدې بست ته بل نوماند عبدالولي مینه ناک چي ازموینه کي ناکامه سو داسي وايي:
FB IMG 1562848655497 ملي لوبغاړي خپل زړونه په ټولنیزو رسنيو کي تشوي!
(لطف الله ستانيکزى د يوې معاملې له مخې د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس وټاکل شو که د وړتيا خبره وي د ټولو تلويزونونو په مخ کې ښکاره چيلنج ورکوم چې هيوادوال بيا سم قضاوت وکړي.)
له بلي خوا د افغانستان کريکټ بورډ د نظم او ډسپلين کميټې د ملي لوبغاړي افتاب عالم په اړه د اصولو د ماتولو راپورونه ثابت وبلل او نوموړی يې د هرډول کریکټ څخه د ۱ کلونو لپاره بند او قرارداد يې هم ورسره وځنډوی.
کريکټ بورډ ليکي:
((افتاب عالم د يو کال لپاره د ټولو لوبو څخه کېنول شو
د افغانستان ملي لوبډلې توپ اچوونکى افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کېنول شو او کرکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد هم ختم کړ.
د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه. د دوى په وينا، چې د نړيوالې شورا د څېړنو نه وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شو او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه. تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.))
FB IMG 1562848532009 ملي لوبغاړي خپل زړونه په ټولنیزو رسنيو کي تشوي!
خو افتاب عالم د کريکټ بورډ ادارې د پریکړي په وړاندي چپه خوله کښينه نستی او خپل دريځ يې په ټولنیزو رسنيو کي څرګند کړ.
افتاب عالم ليکي:
((نن له ډیسیپلین کمېټې سره ناست وم ماته وویل شول چې ډیسیپلین خلاف ورزي دې کړې پینځه مېچونه او نغدې جرېمه یې،ما هم ورسره ومنله.
د یو کال بندیز فیصله د شخصي عقدې په بنیاد شوې ده او ماته د منلو وړ نده.
د عزیز الله فضلي او عاطف مشعل بې انصافي به بې جوابه پاتې نشي.
که زه چرته مجرم ثابت شوم لکه څنګه چې دوی وایي زه به کرکټ د ټول عمر دپاره پرېدم.
په ما چې کوم تورونه لګيدلي آی سي سي ته مې هم رد کړل او دوی ته مې هم رد کړل،هیڅ شواهد نشته نه پوهېږم چې کرکټ بورډ څو کمېټې لري.))
IMG 20190711 160248 ملي لوبغاړي خپل زړونه په ټولنیزو رسنيو کي تشوي!
له بلي خوا د لوبډلمشر د لیري کیدو اوازې بیا ښه ګرمي سوي او هرځای ورباندي بانډار جوړ دی.
داسي مالومیږي چي ګلبدین هم غوږیدلی نو ځکه نن ده هم حوصله ونسوای کولای او غواړي خپل ږغ پورته کړي.
ګلبدین نائب پرخپل ټویټر ليکلي:
((‏ګرانو هیوادوالو!
د دې لپاره چې د ملې لوبډلې د کپتان چې یو ستر او ویاړلې مسولیت دې.په پوره توګه درناوی شوی وي د ټول ملت سره به په ورستیو ناخوالو او د هغه لپاره د حل پر لارو خبرې شریکې کړم
تل دې وي افغانستان))
20190711 170311 1 ملي لوبغاړي خپل زړونه په ټولنیزو رسنيو کي تشوي!
له دې ټولو ټويټونو او فیسبوک پوسټونو څخه دا ښه په ډاګه کيږي چي د کریکټ بورډ د نظم او ډيسيپلين کميټه خو به یا ډيره کمزورې وي څوک به ورته صلاحیت نه ورکوي او يا به هم ډيره بې کفایته وي.
سمه ده چي ټولنیزو رسنيو کي د هرچا خپله خوښه چي څه خپروي خو هغه څه چي د يو هيواد ملي منافعو ته زيان رسوي او ياهم يوه ملي اداره تر سوال لاندي راولي باید اجازه ورنکړل سي.
که د هر هیواد د کریکټ برحاله لوبغاړو رسمي اکاونټونه تعقیب سي يوازي هغه څه خپروي چي يا تفریحي وي ياهم داسي څه چي دده تر واک او شاوخوا محدود وي.
د هند او پاکستان ترمنځ په وروستیو وختونو کي اړیکي ترینګلي وې او ډيريو هندوانو او پخوانیو کریکټرانو د خپل هيواد د کریکټ بورډ څخه وغوښتله چي د پاکستان سره د نړيوال جام لوبه لغوه کړي،خو د کریکټ نړيوالي شورا ورسره ونه منله.
په همدې مسله کي د هند هيڅ یو برحاله لوبغاړي نه نظر ورکړ او نه یې هم څه وویله پداسي حال کي چي د يو هيواد خبره وه او کولای یې سوله چي حد اقل یو کوچینی نظر وړاندي کړي.
که څه هم د نړيوال جام په لړ کي د کهولي دريځ وپوښتل سو خو هغه ځواب کي وویل چي زه یو لوبغاړی يم او فکر مي په لوبه کي دی پریکړي هيواد او بورډ کوي.
خو زموږ لوبغاړي چي کله د بورډ سره کومه ستونزه پيدا کوي ژر تر ژر يې په ټولنیزو رسنيو کي خپروي،چي دا کریکټ بورډ او د ملي لوبغاړو شخصيت ته په لوړه کچه صدمه ده.