په هندوستان هیواد کي مشهوره سندرغاړي عدنان سمیع د نوي کال په لومړۍ ورځ یعني پرون جمعه خپلو پښتنو مینوالو ته د ډالۍ په توګه په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره سندره وویله.
راپورنه وايي، چي د شا امان الله خان په وخت کښي د عدنان سمیع نیکه د هرات ولایت والي وو، چي له هغه وروسته ئې پاکستان ته کډه وکړه، خو وروسته له پاکستانه ـ انګلستان ته ولاړ او هلته عدنان سمیع نړۍ ته راغی.
وروسته عدنان سمیع د هنر زده کولو لپاره هند هیواد ته کډه وکړه.
عدنان سمیع وویل((زه اصلن پښتون یم، زما پلرنۍ کورنۍ په هرات ولایت پوري اړه لري او تر ټولو اړینه خبره خو لا داده، چي زما مېرمن افغانه ده، خواښې مي هم پښتنه ده او ورسره ښې اړیکي لرم)).
عدنان سمیع، چي د هندوستان هیواد یو له مشهوره سندرغاړو څخه شمېرل کیږي، په خپلو خبرو کي ئې د افغانانو یو زړه د نوري دنیا له زرګونه زړونو سره تشبیه کړ.
هغه وویل د افغانستان خلګ دومره مینه ناک دي، چي که دوی ته لږ مینه ورکړې، نو خپل ژوند درته بخښي.
ښاغلي سمیع زیاته کړه((د افغانانو یو زړه د نوري دنیا له زرګونه زړونو سره برابر دئ، د افغانستان خلګ ډېر مینناک دي، دوی ته چي لږ مینه ورکړې خپل ژوند درته بخښي، د هغوی د میني ارزښت ماته ملغلري دي)).
هغه د دې ترڅنګ زیاته کړه، که په افغانستان کي سوله راسي لومړی به کابل او هرات ولایتونو ته ولاړ سي او له هغه وروسته به د افغانستان ټولو هیوادونو ته سفرونه وکړي او د افغانستان ټول مشهور خواړه به وخوري.
د هغه په خبره، چي د افغانیو خوړو سره ځانګړې مینه لري.
عدنان سميع د باليووډ لپاره ډيري زياتي سندري ويلي او دا يې لومړنی ځل دی چي پښتو سندره وايي.