محمد نبي په نړیوال کرکټ کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلی الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د خپل ۵۰ اوریزه نړیوال کرکټ سیالیو په کیریر کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

محمد نبي عیسی خیل چې د کلونو راهیسې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مهم او کلیدي لوبغاړي رول لوبولی دی، د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې یې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې خلاف خپلې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې.

 نوموړی د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د یو الرانډر لوبغاړي په توګه لوبیږي، چې تر دې مهاله یې د توپ وهنې ترڅنګ په توپ اچونه کې هم ښه ځلیدلی دی.

محمد نبي عیسی خیل تر اوسه په ۹۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د افغانستان لپاره نمایندګي کړې ده، چې پکې یې ۱۰۱ لوبغاړي سوځولي دي او په یوه لوبه کې یې د ۳۰ منډو په ورکړې سره د ۴ لوبغاړو سوځول یې بهترینه توپ اچونه شمیرل شوې ده.

همدا راز محمد نبي عیسی خیل د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر اوسه په ۹۴ سیالیو کې لوبیدلی دی، چې په ۸۴ لوبو کې یې توپ وهنه ترسره کړې ده او د ۱۱۶ زیاتو منډو کولو سره یې ټولې ۲۲۱۱ منډې جوړې کړې دي.

 محمد نبي عیس خیل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لمړنی لوبغاړی وشمیرل شو، چې د ۵۰ اوریزه نړیوال کرکټ په سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

د محمد نبي وروسته دولت ځدران هغه بالر دی، چې ۹۲ لوبغاړي یې سوځولي دي او ورپسې راشد خان د ۹۱ لوبغاړو په سوځولو سره دریم ځای لري.