محمد بن موسی الخوارزمي؛ د الجبر پلار

سپینه تجريدي ډیزاین

محمد بن موسی الخوارزمي هغه مسلمان ریاضي پوه دی، چې د الګوریتم (عددي محاسبې) مفکوره یې رامنځته کړه.
موږ د الجبر او ریاضي هغه سرچینې کشف کړې، چې د راتلونکي وخت د ټرانسپورټ او هوايي چلند له علم څخه ملاتړ کوي.
که چیرې د ریاضي او الجبر علوم کشف شوي نه وای او پراختیا یې نه وای موندلې، نو نن ورځ به د عصري علومو سترې لاسته راوړنې ناشونې وې.
د الجبرا (Algebra) اصطلاح د عربي کلیمې له الجبر (Aljabr) څخه اخیستل شوې، چې اصلي ریښې یې په نهمه پیړۍ کې د الخوارزمي په لاس لیکل شوي کتاب کې شته او په اړه یې پوره جزیات ورکړل شوي دي.
(کتاب المختصر في حساب الجبر والمقابله) د نوموړي لومړنی شهکار دی، چې د ځمکې د ویش او د میراث او تنخواه د قوانینو په اړه پکې علمي او عملي ځوابونه ویل شوي دي.
مشهور فزیک پوه جیم الخلیلي د محمد بن موسی الخوارزمي په لیکنو کې دا هم موندلي، چې نوموړي د نړۍ د هوايي چلند او چټک تلونکو موټرو ترشا انجنیرۍ ته هم په خپلو لیکنو کې اشاره کړې.
په اصل کې دغه د ریاضي ستر عالم خپل اکاډمیک ژوند د بغداد په ښار کې تیر کړی، چیرې چې هغه وخت د عباسیانو خلیفه د نوموړي ځای واکمن وو او په دغه ښار کې یې د (بیت الحکمه) په نوم د زده کړو یو نوی مرکز تأسیس کړ، چې د دغه مرکز د روڼ اندو عالمانو ترمنځ یو یې خوارزمي وو چې د زیات شهرت څخه برخمن وو.
جیم الخلیلي د بغداد ښار د (بیت الحکمه) د زده کړو د دغه مرکز په اړه وايي، چې په دغه مرکز کې به ساینسي علوم لکه، ریاضیات، کیمیا، ستوري پیژندنه، طب او جغرافیه تدریس کیدل او ډیری وخت به موضوع د هغو متنونو او لیکنو په علمي اصلاح او ښه کیدو راڅرخیده، چې په بغداد کې به لیکل شوي وو او یوناني، فارسي او نورو ژبو ته به ژباړل شوي وو.