مجیب ځدران پنجاب لوبډلې ته بریا او پریټي یې هم خوشحاله کړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د پنجاب لوبډلې ته بریا ورکړه.
د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۲۲ مه لوبه کې د ډهلي ډریډ ویلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ شوې.

د پریټي خوښي

په سیالۍ کې پنجاب لوبډلې د ویسټ انډیزي کریس ګیل په نشتون کې بې خونده توپ وهنه وکړه او یوازې د ۱۴۴ منډو اسانه هدف یې د ډهلي لوبډلې ته ورکړ، خو ډهلي لوبډله په پیل کې د خپلو لوبغاړو په پرلپسې ډول سوځیدو سره هدف په رسیدو کې د ستونزو سره مخ شوه.
د ډهلي لوبډلې لخوا شیرایس اییر د پنجاب خلاف د لوبې تر وروستي بال مقابله وکړه او د ډهلي لوبډله یې بریا ته نږدې کړې وه، خو د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن لخوا یې ویکټ ترلاسه شوه.

مجیب ځدران په خپلو ۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶ منډې ورکړې او د لوبې د برخلیک ټاکونکي وروستي اور لپاره هندي لوبغاړي راوي چندران اشوین انتخاب کړ. په وروستي اور کې ډهلي لوبډلې ته د بریا ته رسیدو په موخه ۱۷ منډې پکار وي، چې د شیر ایس اییر د برید کوونکې توپ وهنې په شتون کې په وروستي بال ۵ منډې پاتې وې، چې د مجیب ځدران په بال اسټرالوي ایرون فینچ کیچ ترلاسه کړ او پنجاب لوبډلې په روان لیګ کې د ۴ منډو په توپیر ۵ مه بریا خپله کړه.
د پنجاب لوبډلې مالکه او د هندي فلمونو ادا کاره پریټي زینټا هم د سیالۍ د لیدو په موخه په لوبغالي کې موجوده وه، چې د افغان لوبغاړي مجیب ځدران په وروستي بال ترسره کولو او بریا په خپلولو سره خوښي څرګنده کړه.
 تر دې مهاله د «IPL» سیالیو په روان یولسم پړوا کې پنجاب لوبډله د ۶ سیالیو څخه په ۵ لوبو کې د بریا خپلولو سره د جدول په لمړۍ کرښه کې ځای لري.
په دویم مقام کې د چینايي سوپر کینګز، دریم مقام کې کلکته نایټ رایډرز، څلورم مقام کې سنرایزرز حیدر اباد، پنځم ځای کې راجستان رایلز رایلز، شپږم ځای کې چیلینجرز بنګلور، اووم ځای کې ممبيي انډینز او وروستي اتم مقام کې د ډهلي لوبډله قرار لري.
 د سبا ورځ په ۲۳ مه لوبه کې به د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د ممبيي انډینز لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.
د حیدر اباد لوبډلې په خپلو وروستیو دوه لوبو کې مسلسل ماتې وخوړې او ښایي د سبا ورځ په سیالۍ کې یې په لوبډله کې بدلون راشي، چې ډیرې سترګې افغان الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ته اوړي، چې په سیالۍ کې به د لوبیدو موقع ورکړل شي.