مجیب پنجاب ته بریا او پریټې یې بیا په خندا کړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوي ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ په یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف د پنجاب لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوبوو.
 د دغه لیګ په ۳۸ مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډله د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پکې راجستان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د انګلستاني جوز بټلر د ۵۱ زیاتو منډو پر مټ په ۱۵۲ منډو جوړلو سره وتوانیده.
په سیالۍ کې د پنجاب لوبډلې په ګټه افغان لوبغاړي مجیب ځدران د خپلو ۴ اورنو په ترسره کولو د ۲۷ منډو په ورکړې سره ۳ لوبغاړي وسوځول او دغه لوبډله یې په مهم وخت کې را ایساره کړه.
DM3 7627 مجیب پنجاب ته بریا او پریټې یې بیا په خندا کړه
 پنجاب لوبډلې په ځوابي لوبه کې د لوکیش راهول د ۸۴ ناسوځیدولو منډو جوړولو سره ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ او خپل مخکې تګ یې نور هم اسانه کړ.
په دغه لوبه کې مجیب ځدران د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه او هم د دغه لیګ سیالیو د زیاتو ویکټو اخیستونکو په لیست کې د ۱۲ لوبغاړو په سوځولو سره څلورم مقام ته ورسید.
د مجیب د ویکټو او د پریټي د خوښیو ویډیو؛

 د پنجاب لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د خپلو ۹ لوبو څخه په ۶ لوبو کې بریاوې خپلې کړې او د پاتو ۵ سیالیو څخه یوازې په دوه لوبو کې بریا خپلولو سره بل پړاو ته لار پیدا کولی شي.
د دغه لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴لوبې ترسره کوي، چې حد اقل یوه لوبډله د ۸ سیالیو په ګټلو سره راتلونکي بل پړاو ته لار پیدا کوي.