ژباړه: نوراحمد فضلي
حتمن به د داسي کسانو سره پېژنئ چي د ځینو دلایلو پر بنسټ بې واده پاته سوي دي، یا خو یې تر اوسه د خپلي خوښي وړ ملګری/ملګرې نه دي موندلي، او یا ورته د واده شرایط نه دي چمتو سوي.
داسي کسان هم سته چي د ژوند ملګري یې وفات سوي دي او یا یې ترمنځ بېلوالی راغلی دی او په عین حال کښي داسي د پاخه عمر کسان هم وینو چي مېرمن یې مړه سوې ده او اولادونه یې پر خپلو لارو تللي دي او دوی د عمر په دې ستونزمن پړاو کښې اوس اړ دي چي په یوازیتوب کښي ژوند تېر کړي. په هر حال، یوازیتوب ښه نه دی، خو په دې معنا هم نه دی چې د ژوند لحظې له لاسه ورکړو او د خپګان سره ژوند وکړو. که غواړئ چي د ژوند له ټولو لحظو څخه ګټه واخلئ او د تنهايي/یوازیتوب سره ژوند وکولای سئ؛ په دې مقاله کښي څو حللاري درته وړاندي کوو:
– ناڅاپي تصمیم ونیسئ
کله چي مو په ژوند کښي څوک نه يي، اړینه نه ده چي د کوم کار کولو له پاره له وړاندي د همغه کس سره همږغي وکړئ. مثلاً و انګېرئ چي غواړئ یو کورنی حیوان کور ته راوړئ: هیڅوک ستاسي د کار مانع نه ګرځي. خبره دلته ده چي کولای سئ ناڅاپي تصمیم ونیسئ او خوند پر واخلئ ځکه داسي څوک نسته چي له وجي ئې تاسي د هغه سره مشوره وکړئ.
– یوازیتوب وزغمئ او صمیمي یې وګرځوئ
یوازیتوب دی چې د ترس او بېري سبب کیږي. ددې له پاره چې یوازیتوب په ښه ډول تحمل کړئ او تر دې چي هغه صمیمي وګرځوئ، له هغه څخه یو دوست جوړ کړئ. د یوازیتوب له شېبو څخه مو ګټه واخلئ، ځان ته وخت ورکړئ، په ځان کښي یو هنري وړتیا پیدا کړئ، پخلی وکړئ، کتاب ووایاست، یو زبر فلم وګورئ. و به وینئ چي نور د ژمي په یوه خسته کُن ماسپښین کي هم د ترس او وهم نه ښکار کېږئ. د وخت په تېرېدو سره دا کار په یوه تفرېح او حتا له تفرېح څخه په غوره هغه بدلیږي.
– په کور کښې د راحتۍ احساس وکړئ
ددې له پاره چي په کور کښې د یوازیتوب څخه و نه بېرېږئ، اړینه ده چي د کور په دننه کښي ښه احساس ولرئ. ستاسي کور که هرڅومره کوچنی هم يي، باید تاسو ته مثبت تصویر درکړي. د کورنۍ له محیط څخه مو یو کوچنۍ او ګرمه کالوني جوړه کړئ، ددې فرصت لرئ چي د کورنۍ دیکورېشن په خپل میل او سلیقه سره تغییر ورکړئ. د دېوالونو له رنګ څخه نیولې بیا تر پردو او… چې څشي مو خوښیږي هغه انتخاب کړئ او د کور چاپېریال په یوه ګرم او زړه وړونکي او راحت ځای تبدیل کړئ.
– سفر وکړئ
سفر یو فوق العاده تجربه ده. داسي ځای ولاړ سئ چي بل وخت نه یاست تللي، هغه که د کورنۍ د غړو یا دوستانو سره يي. ډاډه اوسئ چي وخت به مو ډېر ښه تېر سي. د مېرمن سره سفر کول راتلونکي ته پرېږدئ. د عسل میاشت د همدې له پاره ده!
– پر نفس باور ولرئ
منفي افکار اړخ ته کړئ! مهمه نه ده چي د څه شي له وجي مجرد پاتي سوي یاست، په دې معنا نه دي چي تاسي بد، احمق یا غیر جذاب یاست.
د تکراري او پخوانیو خبرو دوران لکه د ستۍ نجلۍ هغه اوس تېر سوی دی. پر خپل ځان او وړتیاوو مو باور ولرئ. کله چي تاسي خپله ځان ته په کمه سترګه ګورئ څنګه کولای سئ چي له نورو څخه هیله ولری چې ستاسي څخه بې ښه راسي. باید د خپل جسماني، ذهني او په ځانګړي ډول عاطفي ارزښت څخه خبر اوسېږئ. زدکړئ چې د چاپېر کسانو د میني او علاقې چي ستاسي پر وړاندي یې لري؛ منندوی او شکر کښونکي اوسئ. د ځان څخه په ذهن کښي مثبت انځور ولرئ، د ځان څخه ساتنه وکړئ، خپلو ښکلاګانو ته پاملرنه وکړئ او موسکا وکړئ او کله چي وګورئ یو کس مو په همدې خاطر خوښوي، حیرانېږئ مه، ولې چي د همدې هرڅه ارزښت لرئ!
– څوک چي درته ډېر مهم دي؛ ورسره وخت تېر کړئ
عاشقانه اړیکي ځي او راځي خو کورنۍ او دوستان همېشه ستاسي ترڅنګ دي. ستاسي یوازي (مجرد) اوسېدل فرصت دی د وخت تېرولو د هغو کسانو په څنګ کښې چې تاسي ته ډېر اهمیت لري.
– د دوستانو او اقوامو سره تعامل وکړئ
د په شاکېدني او انزوا څخه پرهېز وکړئ. ټلوېزیون، ډی وی ډي، انټرنیټ، اهلي حیوانان او… ټول ښه دي خو باید یوازي پر همدېو بسنه و نه سي. له انزوا او ګوښه کېدني څخه خپګان را منځ ته کیږي. ددې له پاره چي ناهیلي نه سئ دوستۍ مه پرې کوئ، دوستانو ته مو وړاندیز وکړئ چي د یوه او بل سره بهر ولاړ سئ، د ماښامنۍ له پاره یې را دعوت کړئ. په نهیلۍ سره ددې انتظار مه باسئ چي تاسي ته دي زنګ راسي او یو څوک مو دعوت کړي، تاسي خپله وړاندي سئ او د خپلو دوستانو او قریبانو سره اړیکي ونیسئ. په دې ترتیب، یوه مهمه ټولنیز شبکه چي ستاسي د روحي او عاطفي توازن کیلي ده پر وجود راوړئ.
د ژوند له خوندونو ګټه واخلئ: تاسي هم حق لرئ چي نېکمرغه اوسئ! د ژوند څخه د خوند اخیستلو له پاره جبري نه ده چي دوه نفره اوسئ. کولای سئ چي په یوازيتوب سره د منظره يي ښکلا څخه خوند واخلئ او اړتیا نسته چي سینما ته د تللو او یا د غرمنۍ خوړلو له پاره دوه نفره اوسئ او په دې بهانه چي یوازي یاست ځانونه د ورځنیو کوچنیو خوندونو څخه محروم کړئ. له هر څه ور هاخوا، د ژوند ښه اړخونه یوازي تر مېړه او ماینې پوري خاص نه دي!
– کتاب ووایاست
کتاب ویل د ځان بوختېدني له بهترینو لارو څخه یوه ده او هم په عین وخت کښي د مالوماتو زیاتول دي. موږ ټول ورته بهانه کوو: ای کاش! چي د مطالعې له پاره مو زیات وخت لرلای. ښه کله چې ستاسي په ژوند کښي څوک نسته چي ستاسي وخت ونیسي، همدا اضافي وخت په یوه کتاب لوستلو سره تېر کړئ.
– ځان ته پاملرنه وکړئ
ځان ته پام وکړئ. ستاسي موخي څه دي؟ کومي هیلي لرئ؟ آیا له ډېر وخت څخه ددې هیله لرئ چي پر دنیا راوګرځېږئ؟ پاڅېږئ! یوازي کافي دي چي یو نفر راضي کړئ او هغه هم تاسي خپله یاست. دغه یې وخت دی چې د خپلو رښتینو غوښتنو څخه په خبرېدلو سره خپل ځان ښه وپېژنئ. فکر وکړئ او پر خپل ځان تمرکز وکړئ. هیڅ شی باید ستاسي د مهمو پرېکړو او تصمیماتو مخه و نه نیسي، او نه هم باید خنډ وګرځي چي ستاسي کاري موقعیت او حتا ستاسي د ژوند ځای تغییر کړي. پر خپلو لومړیتوبونو کار وکړئ. لنډه دا چي، له بل هرڅه څخه وړاندې د خپل ځان د خوشحاله کولو په فکر کښي اوسئ.
– سخت کار او ډېره تفرېح وکړئ
اوس چي د خوښ او خوشحاله ژوند کولو له پاره لازمه انرژي او هم لازم وخت لرئ؛ خوند واخلئ. مه پرېږدئ چي هیڅ شی هم ستاسي د خوند اخیستلو مخه و نیسي، هغه که درس وي، کار یا حتا تفرېح. له همدې نن څخه ئې پیل کړئ.
– نور مه په غوسه کېږئ
طبیعي ده چي تاسي خپله نه دي غوښتي چي مجرد پاته سئ خو ګټه نه لري چي بد خُلقي شروع کړئ او ها و دا پړه وګڼئ. د متاهل کېدا د دوران خیال پلوونه وهل او یا په واده سوو جوړو کست کول مو زخم ته نه مرهم کیږي او ښه هم نه دي. سمه ده چي ددې جملو ویل نسبت عمل کولو ته آسانه دي خو د یوه قرباني رول مه لوبوئ. د مجرد کس ژوند په ژوند کښي د بل هر موقعیت په شان پر لوړو ژورو او ښو او بدو لحظو مشتمل دئ او یوازي به یاست، دا په دې معنا نه دي چي په یوازیتوب سره د ژوند پر پاتو ورځو تېرولو محکوم سوي یاست. پوه سئ چي هر انسان د خپلي نېکبختۍ مسئول دی، په همدې اساس نور په خپل ژوند کښي یو تماشاچي مه اوسئ بلکي لکه د یوه لوبغاړي په شان کار وکړئ.
– فکر وکړئ
د کارونو او تفرېح ترڅنګ، حتماً ځان او خپلو تصمیمونو او انتخابونو ته فکر وکړئ. آیا نن چي مو څه شي وکړل ورباندي راضي یاست؟ آیا د پرمختګ زمینه پکښي سته؟ د ځان سره ډېر انتقادي چلند مه کوئ خو په یاد مو يي چي د ځان او ژوند په اړه مو د فکر کولو له پاره وخت ورکړئ. یاد افکار کولای سي چي د ژوند په مسیر کښي مو لارښوونه وکړي.
– هو، ووایاست
فرصتونو ته هو، ووایاست. دا فرصتونه که کوچني اوسیږي یا لوی، هر وخت چي مو وکولای سوای؛ مثبت ځواب ورکړئ. ډاډه اوسئ چي ستاسي پر مخ به ډيري دروازې راخلاصي کړي.
– پر ټولنیزو فشارونو زورور سئ
( آه ښه، آخر څه وخت به واده کوم؟). د افسوس او ناهیلۍ کتلو، او یا د ډوډۍ خوړلو پر مهال د بېځایو او عجیبو انتقادي پوښتنو تحملول بیا چي کله د کورنۍ غړي او دوستان سره را ټول وي، ستونزمن دي او دا چي اړ یاست د ځان د نظم څخه ځان خلاص کړئ، خسته سوي یاست خو دا هرڅه طبیعي دي. باید د ګناه احساس و نه کړئ! ځان ته ووایاست چي تاسي یوازیني څوک نه یاست چې په داسي یوه حالت کښي راګیر یاست او په پای کښي، غوره ده چي یوازي او مجرد اوسئ تر دې چي واده مو کړی يي خو نېکمرغه نه یاست، بیا څنګه؟
– وپوهېږئ چې یاست
مجرد توب یو فرصت دی چي خپل ځان ښه وپېژنئ او د خپلو ارزښتونو او افکارو سره اړیکه ونیسئ. له دې فرصته د هغه د ارزولو له پاره ګټه واخلئ. وروسته چي کله ستاسي د ژوند ملګرې/ملګری ستاسي ژوند ته راځي، دې اطلاعاتو ته به د ځان په مورد اړتیا پیداکړئ.