ژباړه: محمد عزيز پردېس
( خوښي د برياليتوب پايله نه ده، بلکې برياليتوب د خوښۍ پايله ده ) دا يوه فلسفي جمله نه ده، بلکې يوه علمي موندنه ده چې ارواه پوهانو د څېړنو په ترڅ کې موندلې ده. هغوی په خپلو څېړنو کې دې پايلې ته رسېدلي دي چې خوشحاله وګړي د برياليتوب په ترلاسه کولو کې ډېر چانس لري؛ په يو بل عبارت کې، که تر اوسه مو داسې فکر کوه چې لومړی بايد بريالي شئ او وروسته بيا د خوښۍ احساس وکړئ، نو په احتمال سره بايد په اړه يې له سره غور وکړئ، ځکه تاسو هغه وخت ډېر بريالي کېږئ چې ښه احساس ولرئ او د مثبتو پارېدنو يا ولولو څخه برخمن شئ.
يوه ترټولو مهمه موضوع چې ارواه پوهان يې په اړه ګټورو پايلو ته رسيدلي دي؛ که تاسو په منفي ټکو ډېر تمرکز ولرئ، نو د هغو په غښتلتيا کې مرسته کوي او په همغه اندازه بد حالت سره مخامخ کېږئ. په برعکس ډول که په ښو موضوعاتو تمرکز وکړئ او هغه مو په خپل ذهن کې مرور کړئ، نو حالت به مو ښه وي او د ډېرې انرژۍ خاوندان به شئ.
د مثبتو ولولو غښتلتيا د ستونزو د کمېدو او ژوندانه ته د شخص د نظر د بدلون لامل کېږي. کله چې مئينېږئ نو په ناڅاپي ډول درته نړۍ په بل ډول او بل رنګ ښکاري. نړۍ به همغه وي خو مينه يا عشق چې ترټولو غښتلې پارېدنه ( هيجان ) ده: منفي ټکي کم رنګه کوي او مثبت ټکي غښتلي کوي.
ډېرو څېړنو دا ثابته کړې ده چې د مثبتو پارېدنو يا ولولو غښتلتيا، سربېره پر دې چې ستاسو اوسنی حالت ښه کوي، ژوند ته مو مثبته بڼه ورکوي او ورو ورو ستاسو راتلونکې تغيروي. د مثبتو پارېدنو غښتلي کول، د اړيکو د پياوړتيا، د روغتيا د اندازې د لوړېدو او د انعطاف پذيرۍ يا نرمښت لامل کېږي.
مثبتې ولولې يا پارېدنې په دې مانا، د دې پرځای چې هغه څه چې تاسو يې نه غواړئ او ترې تښتئ، بلکې د هغو په لور حرکت کوئ چې تاسو يې غواړئ. خو څنګه به دا پېښې رامنځ ته شي؟ په دې ليکنه کې به تاسو ته په دې اړه ګټورې لارښوونې شريکې کړو.
۱- مثبتې ولولې، مو په خپل ځان ډاډه کوي.
کله مو چې حالت ښه وي، نو خپل ځان خوشحاله احساسوئ او دا ښه حس د دې لامل کېږي چې ستاسو کړنې او چلند ښه شي. د هغه وخت په اړه فکر وکړئ چې داسې احساس مو درلود چې يو څوک درسره مينه لري يا د يوې ټولنې د منښت وړ ياست. د دې احساس په درلودو سره مو خپل کارونه څنګه ترسره کول؟ حتما د هغه حالت څخه به ښه وو چې يو کس تاسو نقد کولئ يا رټلئ!
۲- مثبتې ولولې، نور ستاسو په لور راکاږي.
ټولنيزې اړيکې د بريالي ژوند يو راز دی. ډېری خلک چې کله بې حاله، غوسه او خپه وي؛ دا غوره ګڼي چې څوک يې مخ کې خنډ جوړ نشي! کله چې تاسو ښه احساس ولرئ، نو ډېری خلک له تاسو سره د اړيکو په ساتلو خوښ وي او خوند ترې اخلي او کشش به يې ستاسو پر لور وي.
۳- مثبتې ولولې مونږ فعالوي او ډېره انرژي رابښي.
ډېری منفي احساسات ستاسو د کسل کېدو او انزوا لامل ګرځي. په برعکس ډول مثبتې پارېدنې د دې لامل کېږي چې انرژي مو ډېره شي او په فعاله توګه هغو کارونو پسې ولاړ شئ چې په ډېر احتمال سره ښه ځايونو ته مو رسوي.
۴- مثبتې ولولې د دې لامل کېږي چې له خپلو کارونو ډېر خوند واخلو.
کله مو چې حالت ښه وي، ترټولو کوچني او کم نظره شيان به درته خوندور او زړه راښکونکي وي. که د مئينو اشخاصو سره چلند يا راشه درشه ولرئ، نو حتما به مو ليدلي وي چې د ډېرو ساده څيزونو لپاره څومره علاقه مندي ښکاره کوي. لکه، په باران کې قدم وهل او پلي تلل.
۵- مثبتې ولولې مو نوښت او د مسايلو د حل وړتيا لوړوي.
نوښت او د مسئلې حل د برياليتوب او پرمختګ دوه اساسي مهارته دي چې د مثبتو ولولو يا شور په مرسته پياوړي کېږي. پوهانو دا ثابته کړې ده چې د مثبتو پارېدنو رامنځ ته کول، د خلکو نوښت او خلاقيت ډېروي او مرسته کوي چې د مسايلو د حل لپاره ډېر شمېر حل لارې ومومئ. کله مو چې حالت ښه وي، ذهن مو خلاصېږي او کولی شئ چې په ډېر نرمښت سره د مسايلو په اړه فکر وکړئ. سربېره پردې د ډېرو څيزونو حالت شونی او کېدونکی ګڼئ او په پايله کې هغو ته د رسېدو په موخه هڅې کوئ.
دا ټول موارد زموږ د ژوند بڼه تغيروي او راتلونکې ته مو هيله مند کوي.
سرچينه: YOUC.IR