مالیزیا د پاکستان د هوایي شرکت الوتکه درولې ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د مالېزيا حکومت نن د پاکستان د هوايي شرکت پي‌ای‌اې يوه الوتکه د پور د نه ادا کولو له امله درولې او سپرلۍ يې هم قرنطين کړې دي.
پر پي‌ای‌اې باندې د پيري ګرين په نامه يوې کمپنۍ دعوه کړې چې د دوی پورونه نه ادا کوي او کومه ټاکلې نېټه هم نه ورکوي چې پور به يې ورکول کېږي.
مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت پي ای اې یوه الوتکه په بریتانیا کې د یوې حقوقي دعوې له کبله درولې ده.
پي ای اې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې مالیزیا یوې سیمه ایزې محکمې د دې شرکت او د دعوې د مقابل لوري ترمنځ چې برتانوۍ محکمې ته عارض شوی دی، په یواړخیز ډول د دې الوتکې د درولو حکم ورکړی دی.
د راپورونو له مخې دا دعوه چې شپږ میاشتې مخکې په برتانوۍ محکمه کې ثبت شوې ده د پاتې پیسو یوه اړونده قضیه ده.
پي ای اې نه دي ویلي چې دا الوتکه په کوم ځای کې نیول شوې خو یادونه یې کړې چې د الوتکې مسافر سم ساتل کېږي او د پاتې سفر چارې یې تنظیم شوې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي