د افغاني ټولنې د وګړو یو ډیر بد عادت دا دی چې یا خو په خپلو نویو زیږیدلو ماشومانو ناسم نومونه ږدي او یا ورته سم نوم ناسم اخلي.
دغه بده کړنه له ځانه سره بدې پایلې هم زیږوي، زه يي درته د څو هغو یادونه کوم او ورسره يې په څنګ کې ددې بد رواج د لمنځه وړلو یو څو لارې هم درښیم:
۱. د ماشوم د لومړي حق وژنه
د اسلام مبارک دین والدینو ته د ماشوم لومړی حق هغې ته د سم نوم د انتخاب توصیه کوي، نو پکار ده چې پر ماشوم له اوله سم نوم کیښودل شي او که چیرې داسې نه اوسي، نو تاسو د خپل ماشوم په لومړي حق پښه ایښې او د هغوی لومړی حق مو ورڅخه اخیستی.
درنو والدینو!
کوښښ وکړئ خيلو ماشومانو باندې سم نوم کیږدئ او د ناسم نوم اخیستنې څخه ډډه وکړئ.
۲.د ماشوم شخصیت وژنه
دا عنوان درته له یوې کیسې پیلوم؛
یوه ورځ مې په یو روزنیز ورکشاپ کې ګډون درلود، د تدریس په جریان کې ښوونکې مې د امضاء لپاره د څنګ ملګرې ته د حاضرۍ کاغذ راوړ، نوموړې انجلۍ خپل نوم ولیکه او ورپسې يې لاسلیک وکړ، ښوونکې وپوښتل: آغلې ته وروستی نوم (تخلص) نلرې؟
انجلۍ ځواب ورکړ: نه ښاغلیه کله چې یو شخصیت شوم بیا به د نوم سره څنګ کې یو تخلص هم پیدا کړم.
ښوونکي سمدواره ځواب ورکړ: نه! دا ناسمه ده چې تاسې فکر کوۍ چې تاسې کوم شخصیت نه یاست، بلکې حقیقت دادی چې هر نوی زیږیدلی ماشوم یو شخصیت دی…
دا باید ومنو چې، هر ماشوم ځانته یو شخصیت دی که یو ماشوم ته د کورنۍ یو غړی لنډی، بدرنګ، شینو، کدو او دې ته ورته نور بد نومونه واخلې، نو په ریښتیا چې د ماشوم شخصیت مو وواژه.
درنو کورنیو!
تاسو یاست چې د ماشوم سم او ناسم شخصیت ټاکئ، تاسو يي چې خپل ماشوم تر آسمانه پورته کولی شئ او تاس یاست چې له وجې مو ماشومان د شاتګ، پر ځمکه راولیدی شي، هیله ده چې د ماشوم د شخصیت رغونه له اوله په پام کې ونیسئ او دا دروند مسوولیت له پیله ښه ترسره کړئ.
۳. هیلې او جرئت وژنه
کله مو چې د یو ماشوم لومړی حق وواژه او ورپسې هم د هغوی شخصیت ته د ناسم نوم اخیستنې له وجې صدمه ورسوله، نو ښکاره ده چې هغه مو ناهیلی او کم جرئته کړ.
فکر وکړئ!
تاسو یو ماشوم ته لیونی وايۍ، هغه تر آخره د لیونیانو اکټونه کوي او هغه هیلې يې چې راتلونکې پورې تړلې نوموړی يې ورته د رسیدو لپاره کم جرئته او ناتوانه پانې کیږي.
۴. پرمختګ وژنه
که چیرې ماشوم ته ناسم نوم واخیستل شي او او یا پرې ناسم نوم کیښودل شي، نو دا ومنئ چې ماشوم مو له پرمختګه وغورځاوه.
زموږ د ټولنې دې بد رواج ډیری ماشومان که ځوان او آن زاړه هم شي، نو د پرمختګ څخه ناهیلي کوي، ځکه پدې ټولنه کې غلط نوم ايښودنه انسان له کوچنیوالي مایوسه کوي او دا مایوسیت ددې سبب ګرځي چې ماشومان له پرمختګه وروسته پاتې شي.