لیکنه: زکریا غورځنګ
ماشومان/ې مو پدې وپوهوئ چې تاسو ولې ښوونځي ته ځئ؟
د ښوونځي پر دېوالونو مو د هڅونې تابلوګانې وځړوئ، دا چاره به ستاسې زده کوونکي/ې پدې وپوهوي چې دوی ولې ښوونځي ته راځي.
ډیری زده کوونکي/ې لا پدې نه پوهېږي چې موږ ولې ښوونځي ته ځو؟ یوازې سهار د کتابونو بکس تر ملا تړي، غرمه پنډ او تړلي کتابونه کور ته وړي او خپل ورځینی عادت ادا کوي.
والدین او د کورنیو مشران/ې باید خپلو اولادنو ته د ښوونځي تګ، راتلونکی او موخې څرګندې کړي، ترڅو د هغوی دا ذهنیت ورغیږي چې اوس یې په اړه هېڅ نه پوهېږي.
هر سهار یې کتابونه د ورځیني نوملړ آړوند ورته سم کړئ، ورته ووایاست چې تاسې د سبا ورځې ښوونکی/ې، ډاکټر/ه، انجینر آن ولسمشر یاستئ، په تندي یې ښکل او په مینه یې ښوونځي ته ولېږئ.
همدا شان یې د خوب او مطالعې په کوټه کې پر دېوالونو د هڅونې او د هغوی د غوره راتلونکي تابلوګانې او انځورونه وځړوئ، ترڅو دوی د خپلو موخو او راتلونکي په اړه هره ورځ وپوهېږي/ وویني، که مو داسې وکړل؛ دا چاره به مو ماشومان/ې وپوهوي، وهڅوي او د یو غوره راتلونکي پر لور به یې ذهنیت جوړ او خپل راتلونکي ته زیار وګالي.
لکه داسې:
زه ښوونځي ته ځم، چې ښوونکی/ې ډاکټر/ه … آن ولسمشر شم.
یا هم داسې:
ته پوهېږې، چې څوک یې؟
ته ډاکټر/ ډاکټره!
او یا نور…