مخکښ امریکایي سناتور او د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړی لیندسي ګراهام له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه احمقانه بولي.
نوموړي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له څرګندونو څو ساعته وروسته ویلي چې دا پرېکړه حیرانوونکې ده او د امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري.
هغه ویلي له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل احمقانه دي په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې جګړې نه دي ختمې شوې او ترهګرې ډلې تر پخوا پياوړې شوې دي.
ګراهام وایي په افغانستان کې لا هم داسې ډلې شته دي چې د سرتېرو له ایستلو وروسته به امریکا او ملګرو ته یې خطرونه متوجه کړي.
هغه ویلي امریکا باید په سیمه کې شته حساسیتونو ته په پام د ترهګرۍ ضد جګړې واحدونه ولري او اجازه ور نه کړي چې له دې ځایه نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به نن د اپریل ۱۴مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
بلخوا ټاکل شوې، چې نن به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو چارواکو ته وینا وکړي او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو به وروستي معلومات ورکړي.
بایډن او امریکايي چارواکي دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وسلهوالو طالبانو ویلي، که امریکايي ځواکونو د دوحې د هوکړې مطابق په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.
خو بایډن څه موده مخکې ویلي وو، چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل له لوجستیکي پلوه ګران کار دی او دا پروسه به وخت ونیسي.