د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د غوراوي جام سیالیو کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړه.
د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه په غوراوي جام لوبو کې د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبدلو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو او ډیرو پواینټونو په ترلاسه کولو سره پای لوبې ته ورسیدل.
د پای لوبه کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په روان ټورنمنټ کې د افغانستان خلاف په دویم ځل ټاس خپلولو سره په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې افغان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره رومن پاول ۴۴ او شیمرون هیټ مایر ۳۸ زیاتې منډې جوړې کړې، خو نور لوبغاړو یو بل پسې پرلپسې ویکټې وبایللې.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لخوا مجیب ځدران ۴ او ګلبدین ناییب ۲ لوبغاړي وسوځول، خو له بل خوا ځوان راشد خان د یو لوبغاړي په سوځولو سره د خپل ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په تاریخ کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ، چې په ۴۴ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې، چې له دې وړاندې بل کوم بالر نه وې ترلاسه کړې.
د افغان لوبډلې لخوا د توپ وهنې په ځوابي لوبه کې شهزاد محمدي د ۸۴ او رحمت شاه زرمتي د ۵۱ منډړ جوړلو سره د بهترینه لوبه وکړه، چې افغان لوبډله یې په اسانۍ سره د ویسټ انډیز خلاف بریا ته ورسوله.
د کرکټ غوراوي جام سیالیو کې د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله ۳ ځلې د افغان لوبډلې سره مخ شوه او په درې واړه لوبو کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ په زیمبابوې کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې وې، چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې.
په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي ان جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې وې.
د غوراوي جام پیل کې افغان لوبډلې په ۳ مسلسل سیالیو کې ماتې وخوړې، چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یې شتون په نشت سره حساب و، خو د نیپال لوبډلې لخوا د هانګ کانګ لوبډلې څخه د بریا خپلولو افغان لوبډله تر دویم پړاو (سوپر سیکس) یا د ۶ بهترینه لوبډلو تر مرحلې ور ورسوله.
په دویم پړاو کې افغان لوبډلې په خپلو ۳ مسلسل لوبو کې خپلو سیالانو ویسټ انډیز، ایرلینډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې، چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یې تګ بیا هم ستونزمن و، خو د ویسټ انډیز لخوا زیمبابوې او سکاټلینډ ته او د متحده عربي اماراتو د لوبډلې لخوا په دویم پړاو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکولو افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ چانس برابر کړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته په برخلیک ټاکونکې لوبه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړه.
د کرکټ نړیوالو لوبغاړو او مبصرینو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې ورتګ یوه معجزه او د کرکټ په تاریخ کې یې نه هېریدونکې شیبې یادې کړې، ځکه چې د افغان لوبډلې په پیل کې د ۳ مسلسل ماتو خوړلو دویم پړاو ته د ورتګ چانس هم په نشت سره برابر کړی و.
د د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ( اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دیش او افغانستان ) په شمول په انګستان کې ترسره کیږي، چې پکې به هره لوبډله په لمړي راونډ کې ۹ لوبې ترسره کوي او د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې به نېمه پای لوبې ته لار پیدا کوي.
د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې د ویسټ انډیز په اتلولۍ سره پیل شوې، چې تر دې مهاله په ترسره شویو ۱۱ پړاونو کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځلې ویسټ انډیز، ۲ ځلې هندوستان او یو یو ځل د پاکستان او سریلنکا کرکټ ملي لوبډلو د دغه جام اتلولي خپله کړې ده.