له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱م پورې د ډیویلیرس شپږیزې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

 

ډیویلیرس چې د کرکټ په نړۍ کې یو ځلانده نوم دی، له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې د آی‌پي‌اېل په سیالیو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه زیاتې شپږیزې وهلي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې یې د بنګلور لوبډلې په ګټه ۱۶ شپږیزې وهلې وې او د دې لوبډلې تر نورو لوبغاړو مخکې و.

په ۲۰۱۸ کې تر ټولو بریالی و، ده په دې کال کې د آرسي بي لوبډلې په ګټه ۳۰ شپږیزې وهلې وې او دا یې تر ټولو زیات د لاسته راوړنو کال و.

په ۲۰۱۹ کې یې ۲۶ شپږیزې وهلې وې او دا یې دویم کامیاب کال و، چې د آر سي بي لوبډلې لپاره ښه ځلېدلی و.

۲۰۲۰ کې یې ۲۳ شپږیزې وهلې وې او په ۲۰۲۱ کې یې تر دې دمه ۱۰ شپږیزې وهلي دي او دا چې د آی پي اېل لوبې د ۱۷ ورځې وروسته پیلیږي؛ نو د بنګلور لوبډلې ډېرې هیلې شته، چې ډېویلیرس به ښه وځلېږي او د شپږیزو تعداد به لوړ کړي.

 

د ار سي بي لوبډلې تر دې دمه هېڅ اتلولي نه ده ګټلې. که څه هم دې لوبډلې سره له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نړۍ مشهور لوبغاړي لوبېدلي دي.

مېچل سټارک، شېن واټسن، ډیویلیرس، کرېس ګېل او ویرات کولي هغه لوبغاړي دي، چې خورا مشهور دي، د دغو لوبغاړو په شتون کې دا لوبډله تر پایلوبې هم تللې؛ خو د اتلولۍ جام یې نه دی هسک کړی.

بنګلور لوبډله سږ کال ډېره ښه مخته روانه وه، لومړۍ څلور لوبې یې سر په سر ګټلې وې او د نومرو په جدول کې لومړۍ وه؛ خو وروسته یې بیا دوه لوبې وبایللې.

دې لوبډلې په ۷ لوبو کې ۵ ګټلي او د نومرو په جدول کې د لس نومرو په لرلو سره درېیم ځای کې ده.

لومړی مقام ډیلي سره دی، اته لوبو کې یې ۶ ګټلي دي، دویم مقام له چینای سوپر کېنګز سره دی، دې لوبډلې په ۷ لوبو کې ۵ ګټلي دي.

ممبيي اته نومرې لري، څلورم ځای یې نیولی دی، راجستان ۶ نومرې لري، پنځم ځای کې ده، پنجاب د ۶ نومرو په لرلو سره شپږم ځای خپل کړی، کلکته څلور نومرې لري او حیدراباد دوه نومرې لري.