له ډوپلیسيس څخه دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
له افریقایي لوبډلمشر ډوپلیسي دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي
وروسته تر هغې چې جنوبي افریقا په نړیوال جام کې بې کاره کریکټ وکړ،د نهه لوبو له منځه یې یوازې درۍ لوبې وګټلې، بورډ پر نویو لارو چارو جیدي فکر روان کړی.
د جنوبي افریقا کریکټ بورډ د لوبې ډایریکټر ،کوري وان زیل، رسنیو ته تأید کړه،چې د دری واړو ټېسټ، یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو د لوبډلې مشر فاف ډوپلیسي به یوازې د ټېسټ(ازمایښتي) پینځه ورځینیو لوبو لوبډلمشر پاتې شي.
د شنبې په ورځ د جنوبي افریقا کریکټ بورډ وویل؛د لوبډلې اوسنی روزونکی اوتیس ګبسون به هندوستان ته د سفر په لړ کې له لوبډلې سره د روزونکي په صفت وجود ونه لري.
وان زیل ویلي،که فاف د یو ورځینیو لوبو لوبډلمشر نه وي،د ټېسټ لوبو مشري به ورتر غاړي وي،خو نوی لوبډلمشر به هندوستان ته تر تلو مخکې په ګوته شي،چې دا وخت ورباندې بحثونه او فکر روان دی.
sslive afpfafrabadajpg jpeg3807820554720525108 له ډوپلیسيس څخه دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي
وان زیل ویلي:
“دا مهمه ده،چې موږ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام لپاره له همدې ځایه ګام واخلو او پلان ورته ولرو.موږ به راتلونکي ناسته کې دا ستراتیژي ښکاره کړو او خپل پلان به شریک کړو.”
د افریقا کریکټ بورډ اجرایه ریس تابانګ مورو ویلي:
“موږ به هڅه وکړو، چې ځانونه پر دې ډاډه کړو،تر څو انګلستان ته روانیدو مخکې هغه څه چې وان زیل یې یادونه وکړه،په اړه یې مخکې ولاړ شو،خو دا یو اوږد او لوی بحث ته اړتیا لري،چې دلته پرې خبرې نه شي کیدای.
images jpeg 26801251701439916570255 له ډوپلیسيس څخه دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي
له نړیوال جام تر رخصتیدو وروسته لریکیدونکي لوبډلمشر فاف ډوپلیسي رسنیو ته د خپل راتلونکي برخلیک په اړه ویلی و؛دا چې ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام راروان دی،باید له همدې ځایه ورته پلان ګزاري وشي،خو زه له دې سره موفق نه یم،چې روزونکی او یا هم لوبډلمشر دې بدل کړل شي.
خو د کریکټ بورډ چارواکو له وروستیو دې خبرو ښکاري چې د روزونکي او لوبډلمشر پښه ښویدلې ده.