د قطري رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په خبرو او په دغه هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې هېواد یې افغان چارو کې لاسوهنې سره هیڅ علاقه نه لري.
د جیو نیوز د راپور له مخې، قریشي زیاته کړې چې پاکستان تل هڅه کړې ده چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي خو له دې سره سره ځینې هېوادونه او ځانګړې کړۍ ورباندې د نه همکارۍ تور پورې کوي.
قریشي ویلي چې پاکستان د افغاني لوریو په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.
هغه په دوحه کې د په ټپه ولاړو بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کړې وه او ټینګار یې کړی و چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.