له ماتې زده کړه په کار ده، کنه ټول ژوند بربادولی شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
وروسته له هرې ماتې نه بايد پورته شو او د ټولو هغه پېښو په اړه فکر وکړو چې رامنځ ته شوي او تر کوم ځايه چې کولی شو د تېرو تجربو څخه بايد درس واخلو او خپل ځان بايد برياليتوب ته چمتو کړو.
موږ يوازې هغه انسان نه يوو چې ماته خورو؛ ټول انسانان د ژوند په پړاوونو کې څو څو ځلې د ماتې سره مخ شوي او ناکامه شوي او د ژوند ترخې شېبې يې تېرې کړي دي. وروسته له ماتې څخه خپګان طبيعي دی، هر هغه څوک چې هڅې وکړي او بيا ماته وخوري؛ نو هرو مرو پرېشانه کېږي.
خو دا چې څنګه بايد د ماتې سره برخورد وشي، دا نو بيا ځانګړی ارزښت لري. کمزوري انسانان تل په دې فکر کوي چې څنګه ماته ونه خوري! هغوی تل د پايلې په اړه فکر کوي؛ په داسې حال کې چې بريالي کسان بيا د ښه کار ترسره کولو او د تجربې په ترلاسه کولو فکر کوي. دا ډله خلک د سختو کارونو هرکلی کوي، ځکه دوی زده کړې پسې راوتي دي. دوی له هرې ماتې وروسته داسې وايي: ( دا ځلې مې وبايلله، خو په بدل کې مې تجربه ترلاسه کړه. بل ځل به له نوې کړنلارې ګټه پورته کړم ). هڅه او زده کړه ستاسو وړتيا ډېروي. غوره به دا وي چې د تشويش پرځای مسؤليت ومنو، نه دا چې خپل ځان پړ کړو. دا مه هېروئ، په هر ځای کې ډېر کار، ژمنتيا او هڅه پايله ورکوي.
ډېری عادتونه او کړنې د سمونې وړ دي، نو د زده کړې ارزښت او اهميت مه هېروئ. د دې لپاره چې يو کس اتل شي، د ورځې اته ساعته تمرين کوي. اوس که تاسو هڅه ونه کړئ او د اتلولۍ لپاره تمرين ونه وکړئ، نو هېڅکله به د اتلولۍ مقام ته ونه رسېږئ. انسانان چې څومره فکر کوي، له هغه څخه هم ډېر څه زده کولی شي. مونږ بايد پوه شو چې د ډېرو ماتو لامل کم کار او نه زده کړه ده. معمولا انسانان د خپلو وړتياو په وروستۍ اندازې نه پوهېږي، ځکه تل يې هڅه نه ده کړې چې وروستي حد ته نږدې شي.
له بل اړخ نه د ډېرو ماتو لامل د بهانو څخه پرته بل څه نه دي. هغه بهانې چې تر ډېره ترې ګټه اخېستل کېږي په لاندې ډول دي: ستړی يم، ناروغ يم، چمتو نه يم او همداسې نور… دا بهانې په لنډ مهاله ډول د ماتې څخه منځ ته راغلی تشويش او اسټرس کموي، خو په اوږدمهاله توګه پر نفس د اعتماد کچه ټيټوي او د ډار لامل کېږي. پر نفس اعتماد يانې: هڅه کول، د الګوګانو څخه ګټه پورته کول، د ښو کړنلارو څخه استفاده کول او د وخت څخه په سمه توګه ګټه اخېستل.
ډېر کار وکړئ، کمه توقع ولرئ او د لا ښو لارو په لټه کې واوسئ. په خپل ځان سختګيري مه کوئ، خو لټي هم مه کوئ! هڅه وکړئ او وخت مه هېروئ.
سرچينه: Youc.ir