که د خپل ژوند نږدې خلکو کې مو دغه نښې ولیدې، ژر تر ژره له هغوی سره خپلې اړیکې غوڅې کړئ.
کورنۍ، ملګري او ستاسو په ژوند کې تاسو ته نږدې خلک باید ستاسو د شتون په ارزښت پوه شي.
هغه کسان چې ستاسو په شاوخوا کې ژوند کوي کولای شي ستاسو د پرمختګ لامل شي او یا کېدای شي ستاسو د ناکامۍ او ځورولو لامل شي.
هر انسان باید په ژوند کې خپلو نږدې خلکو ته پام وکړي ځکه هغه کسان چې ستاسو په شاوخوا کې ژوند کوي، ستاسو په ژوند کې ډېره ونډه لرلای شي او د هغوی خبرې او کړنې ستاسو په احساساتو نېغ په نېغه اغېز کولای شي.
په دې لیکنه کې تاسو ته هغه نښې در پېژنو چې که تاسو په خپل شاوخوا نږدې خلکو کې یې وینئ، نو غوره ده چې له هغوی سره اړیکې غوڅې کړئ.
۱- هغه خلک چې کله د ځان په اړه ښه احساس نه کوي او ستاسو منفي ځانګړنې تاسو ته در يادوي.
۲- هغوی چې تاسو ته د مینې اظهار کوي خو په عمل کې یې نه ثابتوي.
په حقيقت کې د دوی د مینې څرګندونه دروغ وي ځکه چې د هر انسان د مینې کچه د هغه له چلند څخه څرګندېږي.
۳- هغوی چې ستاسو برياوو او موخو ته ارزښت نه ورکوي. د بېلګې په توګه کله چې تاسو هغوی ته د خپلې يوې بريا په اړه خبر ورکوئ، هغوی ستاسو دغې بريا ته ډېره پاملرنه نه کوي او له تاسو سره داسې چلند کوي چې کومه لویه بريا مو نه ده ترلاسه کړې.
۴- هغوی چې هېڅکله تاسو ته وخت نه لري. تاسو له هغوی سره په کارونو کې مرسته کوئ خو هغوی هېڅکله دې ته نه چمتو کېږي چې له تاسو سره مرسته وکړي.
۵- کله چې د يو لنډ يا اوږد مهال لپاره له يو بل څخه لرې یاست او یا له يو بل سره نه یاست غږېدلي، تاسو د خپګان احساس کوئ خو هغوی د خپګان احساس نه کوي.
۶- هغوی چې له تاسو تمه لري چې د هغوی کارونه ترسره کړئ.
۷- هغوی چې ستاسو د زوکړې ورځ او يا ستاسو د ژوند نورې مهمې ورځې هېروي.
۸- هغوی چې ستاسو غوره اړیکې ويني حسادت کوي او هڅه کوي چې ستاسو دغه غوره اړیکې زیانمنې یا له منځه یوسي.