لیکواله: سیبیسټین ایګویز
ژباړه: شریف شاهین
هر انسان کوښښ کوي، چې د یو غوره او مهربانه انسان نوم وګټي او په کور کلي کې نیک نام اوسي.
خو ځینې خلک د خپلو ټولو هڅو سره سره د خلکو تر پام بد وي او د هیچا ورنه زړه ښه نه وي. د یو شمیر انسانانو سره ځینې داسې سلوک او عادتونه هم مله وي، چې اصلا خپله دی پرې ډير کله نه وي خبر، خو د نورو خلکو لپاره هغه بد سلوک او بد عادت ګڼل کیږي. په همدې اساس دوی د خلکو نه خوښښیږۍ او د هغوې له پامله لویږۍ.
موږ تاسې ته دلته ۱۰ داسې عادتونه او کرادارونه در په ګوته کوو، که په خپل ځان کې مو وموندل، نو سمدستي يې پریږدئ. دا عادتونه ښه نه دي او تاسې د خلکو له پامه بدوي.
۱ـ ځان مهم ښودل او تل د خپل ځان په اړه غږیدل.
اکثره خلک خپل ځان تر نورو مهم او لوړ ښيي. دوې کله دا کار قصدي، خو ډیره کله په غیرې شعوري ډول کوي. دوې تل د خپل ځان په اړه غږیږي. دا ډول خلک هیڅ ددې په کیسه کې هم نه وي، چې دلته به کوم بل څوک هم ناست وي او باید چې د ځان او یا هم د یوې په موضوع په اړه د خبرو کولو وخت ورکړل شي. بس دوې د خبرې سر کې هم خپل ځان یادوي او د خبرې په اخر کې هم خپل نوم له خولې نه غورځوي. دوې فکر کوي، چې بس همدا زه مهم یم او همدا زه باید د خبرو سرټکی یم.
که دا عادت تاسې لرئ، نو په پریښودلو کې يې ځنډ مه کوئ. هیڅوک هم نه غواړي، چې له داسې یو انسان سره ملګرتیا وپالي، چې هغه ته یوازې ځان مهم وي.
۲ـ په خپل صورت مین يئ، خو خپل سیرت درنه هیر دی.
سمه ده، چې تاسې ښایسته څېره او ښکلې باډي لرئ. خو که ستاسې سلوک او چلن ستاسې د صورت په څیر ښکلی نه وي، نو بویه، چې تاسې تر ټولو بدرنګ يئ. ايينئ ته ودریږئ. ژوره ساه واخلئ. له صورته مو سیرت ته داخل شئ. فکر وکړئ، چې ستاسې د صورت تر شاه څه پراته دي. هڅه وکړئ، چې په خپل سیرت (داخلي ښایست او عمل) وویاړئ او د هغې په ښکلي کولو کار وکړئ.
۳ـ په هر کار او هرشي کې سیالي کول.
هغه خلک چې همیشه غواړي، له نورو مخکې شي او هڅه کوي، چې د خپلو دوستانو په پرتله ډير څه لاس ته راوړي، د نورو خلکو نه خوښيږي او د هغوې تر پام بد راځي. په هر څه کې له نورو د مخکې کیدو هڅه مه کوئ. پریږدئ، چې ځینې لحظې ستاسې د دوستانو په ګټه وڅرخي او هغوې ترې لذت یوسي.
خپل ملګري وهڅوئ. که ستاسې یو ملګری په ازموینه کې له ۱۰ څخه ۶ نمرې واخلې؛ ورته مبارکي ورکړئ، او ويې هڅوئ، چې په ریښتیا هم ښې نمرې يې اخیستي. مه ورته وايې، چې ګنې تاسې خو په هماغه ازموینه کې له ۱۰ څخه ۹ نمرې اخیستې وې. دا بد عادت دی.
۴ـ دوست ته د دښمن په نظر کتل.
هغه خلک چې د خپلو ملګرو سره همیشه په جنجال کې وي، د خلکو نه خوښيږي. خپلو ملګرو ته مه شاه کوئ. هغوې ته وخت ورکړئ او ورسره ډیر کله یوځای اوسئ. ملګرو سره د ملګرو په څير چلند کوئ. د دښمن په نظر ورته کتل د بدو عادتونو څخه دی.
۵ـ له نورو ګیله لرل، چې ولې ستاسې په اهمیت قایل نه دي.
له نورو سره په دې اړه بحث او جنجال چې ګنې ستاسې په اهمیت قایل نه دي، یو له بدو عادتونو څخه دی.
د مثال په ډول،، ستاسې دوه ملګرې یوځای چیرته لاړل، خو تاسې يې خبر نه کړئ. هغوې فکر کوي، چې ګنې دا دومره مهمه خبره نه وه، چې تاسې دې خبر شوي وئ ؛ خو ته فکر کوې، چې زه باید خبر شوی وم. همدا لامل دی، چې ته له نورو خلکو ځان لوړ او مهم بولې او له نورو هم تمه لرې، چې ستا په اهمیت قایل شي. دا هم له بدعادتونو څخه دی، چې تاسې د خلکو له پامه غورځوي.
۶ـ ځان ریس، ریس کول.
د ملګرتیا په میدان کې ټول یو ډول لوبیږي. دلته باید مشر، کشر نه وي. هر یو د مساوي حقونو د درلودلو حق لري. که تاسې په داسې یو حالت کې ټول تصمیمونه خپله نیسئ؛ خپلې خوښې په نورو منئ او همیشه په نورو د کنټرول درلودلو اکټونه کوئ، نو دا یو بد عادت دی. دا عادت مو د خلکو له زړه وباسي او نور نو تاسې بیا د خلکو نه خوښیږئ.
۷ـ منافقت کول.
هڅه وکړئ، چې د ملګرو او خلکو سره ریښتيني اوسئ. تل کوښښ وکړئ، چې په هر میدان کې صادقانا چلند وکړئ. په هره خبره کې دروغ جوړول، د خبرو بدلول، او د هر شي په اړه شک کول، بد عادتونه دي. له دې عادتونو لاس واخلئ، کنه د خلکو به له پامه بد شئ. صداقت تر ټولو ښه پالیسي ده.
۸ـ بې ادبې کول.
که تاسې ډیر کله بې ادبه او سپک الفاظ کاروئ، نو همدا اوس له دې کاره تیر شئ. همیشه سنګین چلند وکړئ. خپل ملګري وخندوئ، خو سپکه ژبه مه کاروئ. که تاسې خدای مه کړه، سپکه ژبه کاروئ، نو هیڅوک هم نه غواړي، چې تاسې سره دوستۍ ته دوام ورکړي. دا ښه عادت نه دی. تاسې ته تاوان رسوي.
۹ـ د چا په درد نه خورئ؛ خو خپله د نورو د اوږو بار یئ.
که ستاسې یو ملګری له تاسې د مرستې غوښتنه وکړي، ایا مرستې ته يې ځان رسوئ او که خپل ځان ورته مصروف ښيې؟!
که ستاسې کوم دوست تاسې ته ضرورت ولري، د خپل وس مطابق مرسته ورورسوئ. که تاسې تل خپلو دوستانو ته بهانې کوئ او د هغوې په درد نه دوا کیږئ، نو پوه شئ، چې تاسې نور د خلکو لپاره د باور وړ کس نه يۍ. هغوې په تاسې نه شي ډاډه کیدلای.
بل پلو، که تاسې همیشه د نورو د اوږو بار يې او همیشه د نورو په پښو مزل کوئ، نو دا هم ښه عادت نه دی. دا عادت تاسې د ملګرو ترمنځ بې باوره کوي او د خلکو نه خوښیږۍ.
۱۰ـ همیشه منفي ګرايي کوۍ.
منفي بافي او منفي افکار ښه عادت نه دی. که تاسې همیشه یو څیز یا حالت له منفي زوايې ګورئ، نو پوه شئ، چې د خلکو نه خوښیږۍ. هر څه ته په منفي نظر کتل بد عادت دی.
منفي ګرا او منفي ذهنیت لرونکي خلک دوستان نه لري او هیڅوک هم نه غواړي، چې د دا ډول خلکو سره مخ ته لاړ شي.
دا ۱۰ عادتونه د لیکوال په نظر بد دي. که يې پریږدئ، نو د خلکو سره به مو اړیکې غښتلې شي او په ټولنه کې به هم نیک نام شئ.