لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.

سپینه تجريدي ډیزاین

د اسپانیا هیواد فوټبال غوره لیګ (لالیګا) پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د هیواد د وتلي نامتو سندرغاړې اریانا سعید یوه داسي ویډيو خپره کړې، چي په افغانستان کي ئې ټولو خپلو مینوالو ته د نوي کال مبارکي ویلې.
inbound9205077368240774485 لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.
د فوټبال دا لیګ چي په افغانستان کي هم ډېر مینوال لري، نو د اریانا سعید په وسیله یې ۱۳۹۹ کال مبارکي ټولو افغانانو ته ویلې.
inbound6554328529727661953 لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.
هغه ویډیو چي پرون یکشنبه لالیګا لیګ خپره کړه، پکښي افغان سندرغاړې اریانا سعید په انګلیسي ژبه خبري کړي او د ۱۳۹۹ کال مبارکي یې هیوادوالو ته ورکړې.
لالیګا لیګ د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري.
په دې لیګ کي بارسلونا، ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ هغه درې لوبډلي دي، چي د یاد لیګ مخکښي لوبډلي دي او افغانستان کي زیات شمېر مینوال لري.
inbound3350657779868064323 لالیګا د افغان سندرغاړې اریانا سعید په وسیله ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ویلې.
تر دې مخکي دې لیګ پر ټولنیزو رسنیو په مفت ډول هیوادوالو ته لوبي نشرولې.
د نورو نړیوالو لیګونو ترڅنګ د لالیګا لیګ لوبي هم تر نامعلومي مودې پوري د کرونا ویروس له امله ځنډېدلي.
په دې لیګ کي اوس د میسي لوبډله بارسلونا تر ټولو مخکي ده.