قیس احمد لومړی افغان شو، چې په سل توپونو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلانېږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د انګلستان د سل توپونو سوداګریزو لوبو په څلورمه لوبه کې تېره شپه قیس احمد تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه او ځان یې د غوره توپ اچونې څېره کړه.

هغه چې د وېلش فایر لوبډلې په ګټه لوبېږي، د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې نارترن سوپرچاجرز پر وړاندې یې په شل توپونو ۱۳ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې ترلاسه کړې.

قیس احمد په دې سره لومړی افغان شو، چې په سل توپونو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.

هغه د کرېس لین، هري بروک، ډېوېډ وایلي او جان سېمپسن وېکټې ترلاسه کړې، چې یو پکې اېل بي ډبلیو او درې کېچ اوټونه شامل وو.

تر دې دمه دا د دې ټورنمنټ ترټولو غوره توپ اچونه ده او قیس احمد پکې د ریکارډ بنسټ کېښود.

د دوی لوبډلې د مجیب الرحمن دې لوبډلې ته د لوبډلمشر او وېکټ ساتونکي جاني بېرسټو د ۵۶ منډو او د بېن ډکېټ د ۴۱ منډو په مرسته ۱۷۴ منډې هدف ورکړی و.

مجیب الرحمن په شل توپونو ۳۳ منډې ورکړې او د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.

نن ماښام شپږ بجې د محمدنبي دې لوبډله لند سپایرېټ له اوول اېنوېسېبل سره لوبه لري او د شپې په ۹ نیمې بجې مانچیسټر اورېجنلز له برمینګهم فونېکس سره لوبه لري.

دې دواړو لوبو کې یواځې محمدنبي عیسی خېل د افغانستان استازولي کوي.

تېره شپه راشدخان هم د ټرېنټ راکېټس لوبډلې په ګټه ولوبېد، چې په ۲۰ توپونو یې ۲۷ منډې ورکړې او د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.

د دوی لوبډلې لوبه په ۹ وېکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم مرچنټ ډي لېنج وپېژندل شو، هغه په شل توپونو ۲۰ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې.

د راشدخان دې بله لوبه د دوشنبې په ماسختن لس بجې له مجیب الرحمن دې سره ده او د قیس احمد دې بله لوبه د سه شنبې په ماسختن لس بجې له ساوترن بریف لوبډلې سره ده.