
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ته تازه ټاکل سوی سلو توپ اچونکی قیس احمد د قرنطین په دې شپو ورځو کي اوس هم په خپل کور کي تمرینونه کوي.
د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د قیس احمد ویډیو خپره کړې، چي هغه په یوه کوټّ کي په فزیکي تمرینونو بوخت دئ.
کرکیټ بورډ د قیس احمد د یادي خپرې سوي ویډيو سره لیکلي:
((د کرکټ ملي لوبدلې دغه ځوان لوبغاړى د کرونا وايرس دخپرېدو مخنيوي په موخه د نورو افغان لوبغاړو په څېر کور کې قرنطين دى خو د هميش چمتوالي په پار خپل تمرينات جاري ساتي. قيس احمد تاسې ته هم پېغام لري چې په کور کې پاتې شئ چې خوندي پاتې شئ.))
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی قیس احمد اوس د ۱۹ کالو او ۲۲۸ ورځو دئ، چي د هیواد په ننګرهار ولایت کي زېږېدلی.
د ایرلینډ په وړاندي سریز کي له افغان لوبډلي سره قیس احمد په یوه لوبه کي ولوبېد.
قیس احمد په هماغه یوه شل آوریزه لوبه کي د ایرلینډ ۳ لوبغاړي وسوځول او د ۴ آورونو په بدل کي ئې ۲۵ منډي ورکړې.
قیس احمد هم د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ په یو شمېر بهرنیو لیګونو کي د بیلابیلو لوبډلو سره لوبېدلی او ښه ځلېدلی.