فوټبال: کابل د ښځینوو ترمنځ د لوبو اتلولي خپله کړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابر حميدي
د تیري شنبې په ورځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل سوي وې، چي تيره پنجشنبه د کابل ښځینه فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.
70696936 2543697112364471 2023644253204250624 n فوټبال: کابل د ښځینوو ترمنځ د لوبو اتلولي خپله کړه!
د دې سیالیو پایلوبي ته د کابل سره هرات لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي کابل ـ هرات ته په پایلوبه کي ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.
70411498 1698445443619105 916355869879304192 n فوټبال: کابل د ښځینوو ترمنځ د لوبو اتلولي خپله کړه!
د کابل لپاره په یاده پایلوبه کي سمیرا د لوبي په ۲۵تمه دقیقه کي ګول ولګاوه.
د کابل او هرات ولایتونو ترڅنګ د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال په دې ټورنمنټ کي بلخ او بامیان ګډون کړی وو.
په دې ټورنمنټ کي لومړي مقام ته یو لک افغانۍ او دوهم مقام ته بیا ۷۵ زره افغانۍ ورکړل سوې او د هغه ترڅنګ د ټورنمنټ غوره لوبغاړې ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ او غوره ګول ساتونکې ته بیا ۴۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل سوې.
70148342 2543697162364466 2557975452257878016 n فوټبال: کابل د ښځینوو ترمنځ د لوبو اتلولي خپله کړه!
د افغانستان فوټبال فدراسیون کي د ښځینه فوټبالرانو د کمېټې مسئولي ارزو رحیمي د یادو سیالیو د پیل په ورځ وویل، چي د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښځینه وو په برخه کي د لوبو جوړولو ته ژمن دئ او راتلونکي کي به یو بل ټورنمنټ هم کابل کي د ښځو ترمنځ جوړ کړل سي.