
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۳مي اونۍ لوبو څخه نن یکشنبه ریال ماډریډ د اوساسونا او بارسلونا بیا د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
د ریال ماډریډ او اوساسونا لوبه د اوساسونا په کورتبوب نن ماښام ۷:۳۰ بجې پیلیږي.
هاخوا بارسلونا او ریال بیټیس بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې یو د بل په وړاندي د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي.
دا لوبه بیا د ریال بیټیس په کورني لوبغالي کي ترسره کیږي.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي اوس ریال ماډریډ د ۴۹ نمرو په درلودلو سره لومړی، بارسلونا د ۴۶ نمرو په درلودلو سره دوهم، ختافه د ۴۲ نمرو په درلودلو سره درېیم، سویا د ۳۹ نمرو په درلودلو سره څلورم او والینسیا بیا د ۳۷ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.