فوټبال لوبډلي راتلونکو دوو لوبو ته تمرینونه پیل کړل.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د رواني نومبر میاشتي په ۱۴مه د هند او په ۱۹مه نېټه بیا د قطر ملي لوبډلي په وړاندي لوبي لري، چي یادو دوو لوبو ته ئې د ښه چمتوالي په موخه د شنبې په ورځ د تاجکستان هیواد دوشنبې ښار کي تمرینونه پیل کړل.
inbound5242043198181062236 فوټبال لوبډلي راتلونکو دوو لوبو ته تمرینونه پیل کړل.
دا لوبي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه او پنځمه لوبه ده.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ ګولونه پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کي ئې بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.
د هند او قطر هیواد په وړاندي یاد دوو لوبو ته افغان فوټبال فدراسیون تیره اونۍ ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
inbound3288717775561404344 فوټبال لوبډلي راتلونکو دوو لوبو ته تمرینونه پیل کړل.
یاده ۲۵ کسیزه لوبډله کي قیس وهاب، اویس عزیزي، او احمد فیصل حمیدي ګول ساتونکي.
حسن امین، فرزاد عطایي، ډیویډ نجم، شریف محمدي، اسلام امیري، عبدالنجم حیدري، ذوالفقار نظري او اُمید پوپلزی دفاعي لوبغاړي.
فرشاد نور، آدم نجم، فیصل شایسته، مصطفی آزاد زوی، رحمت الله خیرخواه، نورالله امیري، محمد تمیم رحیمي، نور حسین، خیبر اماني، زبیر امیري، جبار شرزه او فرید سادات د مرکزي او بریدګري برخي لپاره غوره سوي.
د یادولو وړ ده، چي د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ لوبه راتلونکې پنجشنبه ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.
inbound3369847145044682211 فوټبال لوبډلي راتلونکو دوو لوبو ته تمرینونه پیل کړل.
دا لوبه په هیواد کي لمر ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.