فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو یوه میاشت مخکي په کابل کي پیل سوی وو، چي پرون جمعه د طوفان هریرود فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.
د طوفان هریرود سره پرونۍ پایلوبه کي شاهین آسمایي لوبډله مخ سوه، چي طوفان هریرود په یاده پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
fb img 1569029213819 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړهدا پایلوبه خورا جذابه وه او د زرګونه ښځینه او نارینه نندارچینانو په شتون کي ترسره سوه.
پایلوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، چي وروسته ۳۰ دقیقي نوري وخت ورکړل سو او په دې وخت کي حاتم شېردیل د طوفان هریرود لپاره ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله ئې اتلولۍ ته ورسوله.
fb img 1569029169740 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړهد پایلوبي غوره لوبغاړی حاتم شېردیل وټاکل سو، چي د طوفان هریرو لپاره ئې ګول وواهه.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړی د طوفان هریرو تکړه ګول ساتونکی فیصل حمیدي وټاکل سو.
fb img 1569029172706 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړه
د شاهین آسمایي لوبډلي ګول ساتونکی کاوش حیدري د سیالیو غوره ګول ساتونکی ونومول سو.
fb img 1569029179385 1 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړه
د ټورنمنټ غوره ګولوهونکی بیا د شاهین آسمایي لوبډلي څخه روف قادري وټاکل سو.
fb img 1569029175978 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړهد افغانستان د فوټبال غوره لیګ دا اتم پړاو وو، چي ترسره سو.
په دې پړاونو کي څلور ځلي شاهین آسمايي، درې ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غر بازانو لومړی مقام خپل کړ.
fb img 1569029257800 فوټبال: طوفان هریرو د درېیم ځل لپاره اتلولي خپله کړه
تېر کال هم طوفان هریرود په پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ماته ورکړې وه او دا جام ئې خپل کړی وو.
د فوټبال دا لیګ هر کال د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږی.