فوټبال: افغان ۱۷ کلنه ښځینه لوبډله تر سیالیو وروسته هیواد ته راستنه سوه.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ښځینه ملي ټیم د هند په سبروتو کپ کي ګډون کړی وو، چي په یادو سیالیو کي تر ګډون وروسته د شنبې په ورځ هیواد ته راستون سو.
fb img 15678550529982058736113979277395 فوټبال: افغان ۱۷ کلنه ښځینه لوبډله تر سیالیو وروسته هیواد ته راستنه سوه.
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلني ښځینه لوبډلي د یاد ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کي د هند چندیګر ته ۳ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه، دوهمه لوبه ئې د هند د ډهلي سره صفر پر صفر لوبه مساوي پای ته ورسوله او په درېیمه لوبه کې ئې بیا د ایرفورس په نوم یوې لوبډلي ته ۹ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړې وه.
fb img 15678553230148848848860098643353 فوټبال: افغان ۱۷ کلنه ښځینه لوبډله تر سیالیو وروسته هیواد ته راستنه سوه.
په دې سیالیو سره افغان ټیم نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړې وه، خو په نیمه پایلوبه کي ئې د بنګله دېش څخه ۵ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه او د سیالیو څخه ووت.
د سبروتو کپ په نوم د ۱۷ کلنو ښځینه لوبډلو ترمنځ دا لوبي تېره اونۍ د ۳۲ بېلابیلو آسیایي هیوادونو ترمنځ د هند په ډهلي ښار کي پیل سوي وې.
دا لوبي د هند د معارف له لوري هر کال په لاره اچول کیږی.
تر دې مخکي د سبروتو کپ په نوم دا سیالۍ د ۱۴ کلنو نارینه لوبغاړو ترمنځ ترسره سوې، چي افعان ۱۴ کلني ملي لوبډلي پکښي درېیم مقام خپل کړ.
اوس بیا د هند په کوربتوب د ۱۷ کلنو نارینه لوبغاړو سیالۍ رواني دي، چي افغان لوبډله د ګډون په موخه اوس هند کي ده.
fb img 15678552908657098332675943069872 فوټبال: افغان ۱۷ کلنه ښځینه لوبډله تر سیالیو وروسته هیواد ته راستنه سوه.
دې لوبډلي دلته کابل کي پوره چمتوالی نیولی وو.