فرهان زاخېل: د پاکستان په وړاندي، چي موږ ته څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د ۱۹ کلني کرکیت ملي لوبډلي لوبډلمشر فرهان زاخېل له پاکستان څخه تر ماتي وروسته خبري کنفرانس کي وویل، چي زموږ لوبغاړو سمه لوبه ونکړه، خو پاکستان ښه لوبه وکړه او بریا ئې خپله کړه.

هغه وویل((موږ د پاکستان لوبغاړو نه یو سوځلي، بلکي د خپلو غلطیو څخه وسوځېدو او موږ ته چي څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ)).
هغه د دې ترڅنګ د یاد نړیوال جام څخه د زده کړي په اړه وویل((د هر لوبغاړي دا ارمان وي، چي په ۱۹ کلنو کي ولوبیږي، ځکه چي دا د هغه لوبغاړي لپاره د کرکیټ بنیاد جوړوي)).
83995228 2570668666521049 887154975644319744 o فرهان زاخېل: د پاکستان په وړاندي، چي موږ ته څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ!

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام وروستۍ کواټر پاینل لوبه پرون جمعه افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د پاکستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانستان په ۶ ویکیټو د پاکستان څخه ماته وخوړه.
83313815 2572283336359582 1020220363918802944 o فرهان زاخېل: د پاکستان په وړاندي، چي موږ ته څنګه کرکیټ په کار وو هغسي مو ونکړ!
په دې ماتي سره پاکستان نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه، خو افغانستان بیا د نړیوال جام د مخکي تګ څخه پاته سو او وئې نسو کړای، چي نیمه پایلوبي ته ووځي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام نیمه پایلوبي ته هند، نیوزیلینډ، بنګله دېش او پاکستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلو لاره پیداکړه.
دا نړیوال جام د جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پيل سوی او د فیبروري میاشتي په ۹همه نېټه پای ته رسیږي