په ۲۰۰۵ ميلادی کال کې MySpace شرکت(د فیسبوک په شان ټولینزه شبکه وه) غوښتل چې فېسبوک په ۷۵ میلیون ډالر واخلي، خو د ماۍ سپیس شرکت مشر وویل چې دا لوړ قیمت دی،ترې تیر سو، څو کاله وروسته همدي فېسبوک مايسپیس شرکت یې له پښو وغورځوه، حتی خلکو له ذهنونو یې لا وویست. د فوربيس مجلې د راپور له مخې اوس د فېسبوک اقتصادي ارزښت ۵۰۰ میلیارده ډالر دی.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د براین اکټون په نوم یو کس له فیسبوک نه د دندې غوښتنه وکړه، خو فیسبوک یې غوښتنه رد کړه. همدي کس د وټس اپ په نوم شرکت جوړ کړ، چې همدي فېسبوک په ۲۰۱۴ میلادې کال کې وټس اپ په ۱۹ میلیارډه ډالر له براين نه وپیره.
مارکزوکربرګ چې د فېسبوک اجرایوي رئیس دی مګر کلنی معاش یې یو ډالر دی.
دا دري نموني مې ددی لپاره ولیکلي چې څنګه فرصتونو باید ګټه واخلو. لویه تیروتنه داده چې په وخت فرصتونه مدیریت نه شي،ځکه تللی فرصت یا لوی سري درد دی، یا لویه ضایع.
په هر صورت په اوسني نړۍ کي هغه څوک ډیر بریالی دی، چې فرصتونه په وخت درک کړي.
په ژوند کې یوازې په مادي اړخ یا په معنوي اړخ یا په یو فرصت یا په یو مهارت یا په یو ځای،کار او یا بزنس تکیه کول لویه تېروتنه ده، ځکه په دواړو پښو د اوبو اندازه کول معمولاً د ځان ډوبه ول دي. بهتره ده بدیلونه هم د کار او ژوند یوه پلان شوي برخه وي.
ډیر وخت ټولو ته منلي معیارونه هم انسان نه مشبوع کوي، بهتره ده چې په یوه اندازه نوي معیاورنو او کارونو فکر وشي، ممکن د یو نوی فصل پیل وی او د لوی فرصت رامنځته کول او یا د راتلوونکي مدیریت وي.
تر راتلونکو څو لسیزو ممکن تر ۵۰٪ زیاتي داسې دندې رامنځته سي، چې اوس یې هیڅ ایډیا لا نسته.
د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې الان ماسک د تسلا او سپیس ایکس شرکت مشر،د حمل او نقل داسې نوي توغندي چې له نیویارک تر توکیو ښار پورې د الوتکي د ۲۶ ساعتونو مزل یې شاوخوا ۲۶ دقیقو ته را لنډ کړ، وازمویل.
تر هغي ورځي هیچا دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ دي د عصرې الوتکو پاڼه هم واوړې.
نو نوښت، نوي فکر،او تازه ايډیاوو ته غیږه پرانستل نه یوازې مهارت او د فرصتونو مدیریت دی، بلکې مجبوریت هم دی ځکه که له نوي ژوند، ټکنالوجۍ او ساینس سره ځان عیار نکړي نو زر ده چې د تاریخ پاڼه یې واوړي.