د سویلي افریقا لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ غوره توپوهونکي فاف ډوپلیسي په یوه مرکه کې ویلي، چې د شل اوریزو او لس اوریزونو لیګونو زیاتوالی نړیوال پنځوس اوریز او ټېسټ کرکټ له ګواښ سره مخ کوي.
هغه د شل اوریزو سوداګریزو لیګونو او د نړیوال کرکټ ترمنځ د توازن خبره کړې ده، د هغه په اند په اوس وخت کې سوداګریز لیګونه تر نړیوال کرکټ زیات دي.
نوموړي ویلي دي:
« کال په کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سوداګریزو کرکټ لیګونو رامنځته کېدل او ترسره کېدل، د نړیوال کرکټ روح ګواښي، پخوا به دوه لیګونه وو، خو د لیګونو شمېر، په کال کې تر اوو پورې رسېږي».
هغه زیاته کړې ده، دا مهمه ده، چې دا لوبې هم وشي، خو کال په کال د دومره زیاتو لیګونو جوړېدل، د نړیوال کرکټ لپاره ستونزې جوړوي او هم یې توازن له منځه وړی دی.
نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ پاتې لوبې پیلیږي او فاف ډوپلیسي پکې د پېښور زلمي لوبډلې پېرلی دی.
هغه زیاته کړې ده چې لس کاله وروسته به له کرکټ څخه د فوټبال لوبې جوړې وي، د فوټبال نړیوال جام څلورو کلونو کې یو ځل کېږي او لیګونه یې کال و سر روان وي.
هغه ویلي دي اوسمهال د ویسټ انډیز لوبغاړي ښه مثال دی، چې د نړۍ لیګونو کې لوبېږي او د خپلې ملي لوبډلې لپاره نه لوبېږي.
ډوپلیسي د کرېس ګېل او براوو مثال ورکړی دی، چې د نړۍ په مختلفو لیګونو کې حاضر وي او خپله لوبډله ورته هېڅ اهمیت نه ورکوي.
د ډوپلیسي په خبره د نړیوالو لیګونو له امله د ویسټ انډیز ملي لوبډله خپل باکیفیته لوبغاړي له لاسه ورکوي او همدا حال د سویلي افریقا هم دی.
ښایي د نوموړي اشاره له پاکستان سره د لوبو پرمهال وي، چې د آیپياېل پیل ته د افریقا ټاپ لوبغاړي لکه کوېنټن ډیکاک، کګېسو رباډا، انرېک نارټیا، ډېوېډ مېلر او ځېنې نور ولاړل او د خپلې ملي لوبډلې لوبې یې پرېښودې.
دې چارې د پاکستان لوبډله بریالۍ کړه او لوبلړۍ یې په افریقا کې له افریقایي لوبډلې وګټله.
ولې به لیګونه نړیوال کرکټ ګواښي؟
په نړیوال کرکټ کې درې ډوله لوبې شاملې دي، ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې.
په دې کې بیا نړیوال جامونه د لوبو یو اړخ دی او لوبلړۍ یا سیریزونه یې بل اړخ دی.
ټېسټ لوبې خورا اوږدې وي او د ۹۹ سلنه لوبو پایله یې په پنځمه ورځ معلومېږي.
مخکې به دې لوبو ته ډېر مینوال کېناستل، خو اوسني لنډ او تنګ عصر کې چې هر سړی د پېسو په ګټلو او ژوند جوړولو بوخت دي، نو ډېر وخت نه لري، چې پنځه ورځې لوبې تعقیب کړي.
بل پلو یو ورځنۍ لوبې هم له سهار څخه مازیګره پورې وي، یا که مازیګر پیل شي، نو د شپې تر ناوخته دوام کوي.
هغه کرکټ مینوال چې په نورو کارونو بوخت دي، نو مجبور دي چې د کرکټ لوبې لیدل پرېږدي او خپل کارونه منظم او پرمخ یوسي.
خو شل اوریزې لوبې ټول ۳ ساعته وخت نیسي؛ نو دا لوبې ډېر خلک ګوري.
که چېري د لیګونو په رامنځته کېدو سره شل اوریز کرکټ زیاتېږي، نو د پنځوس اوریزې او ټېسټ لوبې خپل ارزښت د ننداره کوونکو له پلوه له لاسه ورکوي.
د لیګونو ګټې هم شته
د لیګونو ګټې یوه دا ده، چې د کرکټ پراختیا کې مهم رول لوبوي.
دویمه ګټه یې دا ده، چې نوي لوبغاړي خلکو ته ورپېژني او د هغوی وړتیا معلومېږي.
درېیمه ګټه یې دا ده، چې هغو لوبغاړو ته د لوبېدو موقع په لاس ورځي، چې په ملي لوبډله کې یا هم په نړیوال کرکټ کې ورته وخت نه ورکول کېږي.
څلورمه ګټه یې دا ده، چې لوبغاړي پکې بډای یا سرمایه داره کېږي او د لوبېدو په بدل کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.