غواړئ بدل شئ او د بدلون احساس وکړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: سوبها صادق
ژباړه: غازي عابد
ددې لپاره چې بدل شې او په ژوند کې مثبت تغیر راولې، باید دا څو ښه عادتونه راخپل کړې:
۱- وختي پورته شئ
سهار وختي پورته کیدل ډیرې ګټې لري، لکه د ورځې لپاره یو غوره او خوشحالوونکی پیل، ډیر وخت به په واک ولرئ چې څو د ورځې په مهمو دندو او کارونو مو ډیر فوکس وکړئ او له ډیر فشار او تشویش نه به هم خلاص یاست.
۲- پرمختګ ورکړئ
که حد اقل په خپل مسلک کې هره ورځ ۱٪ سلنه پرمختګ وکړئ، نو په خپل فیلډ یا مسلک کې به مو کافي پیشرفت کړی وي. راځئ سره له اوسه هڅه وکړئ چې باید هره ورځ یو سلنه پرمختګ خامخا ولرئ، که ډیر وو دا خو لا ښه خبره ده.
۳- هره ورځ ښه کارونه وکړئ
بریالي خلک نورو سره په همکارۍ او مودبه اوسیدو مشهور وي. داسې خلک تر ډیره نیک کارونه کوي او نیک کارونه په اتوماتیک ډول هغوی ته پر ځان د باور زیاتولو لامل کیږي.
۴- د انګیزې لپاره انتظار مه کوئ
د متحرک کوونکي کار او نورو شیانو لپاره ډیر انتظار مه کوئ، بلکې هغه څه چې ستا وضعیت سره مناسب وي ویې کړئ او اجرا یې کړئ. که چیرته لاس په کار شئ ورسره همهاله به پرمختګ هم کړئ او انګیزه به مو هم خپله پياوړې کیږي.
۵- نن سبا کول پریږدئ
نن او سبا کول، ځنډول او وخت ضایع کول به مو له تشویش او اندیښنې سره مخ کړي، ځکه نو په کارونو مو عاجله وکړئ او خپل کارونه په خپل وخت سره اجرا کړئ.
((راځئ بد عادتونه مو په ښو هغو بدل کړئ، څو بد عادتونه ورکړئ او یو ښه عادت ترلاسه کړئ))