غني: که پاکستان خپله ارامي غواړي، افغانستان دې ارام پریږدي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ولسمشر غني امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.

نوموړي د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې ویلي، د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، که افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم ناارامه وي او که پاکستان زموږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې ویلي، که طالبان سوله کوي، زموږ غېږه ورته پرانیستې او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

بل لورته طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، دوحه کې خبرې په ټپه ولاړې دي او د ترکیې د ناستې برخلیک لپاره انتظار باسي.

یاد پلاوي زیاته کړې چې تر دې مهاله په قطر کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په ټپه ولاړي دي، خو په خبره یې چې موږ د استانبول د ناستې د برخلیلک لپاره انتظار باسو.

د ترکیې د ناستې نېټه، د روانې اپرېل میاشتې ۲۴مه ټاکل شوې ده، کوربه هېواد، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ورته چمتووالی نیولی، خو طالبانو له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه وځنډوله، وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري، نو طالبان به په هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو په کې پرېکړې کېږي، ګډون ونه کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي