ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي چې بهر ته د اوبو د بهېدلو مخه نیولی شي.
ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړې دي.
په دغه غونډه کې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د اندیښنې لامل شوي، خپل تشویش څرګند او د ابي سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار وکړ.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر وویل، پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي.
خبرپاڼې زیاته کړې، باید د کمال خان بند سیمه چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشر دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د هیواد د سترو بندونو د بیارغاونې تعقیب ته کاري لومړیتوب ورکړي.
دا په داسې حال کې دی چې له تېرو څو لسیزو راهیسي د افغانستان اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي او په تېرو شلو کلونو کې له زیاتو پیسو سره سره چې افغانستان ته راغلې لا هم نورو هېوادونو ته د اوبو بهېدلو مخه ونه نیول شوه.
بل خوا عام خلک هم له ولسمشر غني د بندونو د جوړیدو غوښتنه کوي او د برښنا له نشتوالې سر ټکوي.